د روغتیا نړیوال سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي، له نیمايي زیات افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري. راپور کې ویل شوي، څه باندې۱۲میلیونه افغانان د خوړو خوندیتوب نه لري او له ۲ میلیونه زیات یې له شديدې لوږې سره مخ دي.
همداراز، په راپور کې راغلي، له شپږ میلیونه زیات افغانان په کور دننه د اقلیمي بدلون د ناوړه پايلو له امله اغېزمن شوي.
ر اپور کې وړاندې ویل شوي، چې په یو شمېر ولایتونو کې سېلابونو او زلزلو خلک ځپلي، د اوسېدلو لپاره مناسب ځای او خواړه نه لري.
راپور کې څو لسیزې جګړې، د اقليمي بدلون ناوړه پايلې او کمزوری اقتصاد د افغانانو د ناوړه بشري وضعیت لاملونه یاد شوي.
د راپور یوه برخه:« په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه تنه چې له ډلې یې ۱۲.۶ میلیونه ماشومان دي، بشري مرستو ته اړتیا لري. خو موږ یوازې ۱۷.۳ میلیونه تنو ته بشري مرستې چمتو کولی شو. دغه راز د روغتیا په برخه کې ۱۷.۹میلیونه افغانان بنسټیزو روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري، خو موږ ۱۲.۸ میلیونه تنو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بودیجه لرو. اقلیمي بدلونونه، ساري ناروغۍ او له پاکستان او ایران د ایستل شویو افغانانو بشري وضعیت د اندېښنې وړ دي.»
د روغتیا نړیوال سازمان په راپور کې د افغان ماشومانو خوارځواکي، رواني ناروغۍ، شری (سرخکان)، کویډ۱۹، نس ناستی، کانګو او یو شمېر تنفسي ناروغیو موجودیت او خطرونه لا هم پر خپل ځای پاتې ښودل شوي دي.
د راپور یوه برخه:« دا چې په وروستیو لسیزو کې د خوارځواکۍ مخنیوي په برخه کې زیات پرمختګونه شوي، خو لا هم نږدې ۱۰ سلنه خوارځواک ماشومان د کورنیو د دود او رواج او غیر صحي خوړو له امله په خپل حال پاتې دي. همدارنګه په کابل، کندهار، بلخ، هرات او کاپیسا کې له جنورۍ تر سپټمبر میاشتې پورې، شاوخوا ۸۰۰ د کانګو پېښې ثبت شوي او هم د شري، کویډ۱۹، نس ناستي او موسومي ناروغیو په مخنیوي کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.»
د سرپرست حکومت چارواکي وايي، د افغانانو بېوزلۍ کچې کمولو او ورته د کارموندنې لپاره یې بنسټیزې پروژې پیل کړې چې له بشپړېدو سره به يې ډېری وزګار افغانان پر کار بوخت شي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وايي: « د اسلامي امارت اقتصاد وزارت د خلکو د اقتصادي وضعیت ښه کولو لپاره، د کارموندنې ستر پروګرامونه، لویې اقتصادي او زیربنايي پروژې تر کار لاندې لري؛ ترڅو له دې لارې بېوزلي او اقتصادي ستونزې په بنسټیزه توګه له منځه یوړل شي.»
عامې روغتیا وزارت د روغتيا نړيوال سازمان په راپور کې ذکر شویو شمېرو او موندونو په اړه زموږ اړیکو ته ځواب رانه کړ.
خو د اقتصادي چارو کارپوهان د نړیوالو مرستندويه سازمانونو له لوري د بشري مرستو پر روان بهیر نیوکه کوي او وايي، کومې مرستې چې د يادو سازمانونو له لوري ترسره کېږي، اوږدمهاله اغېز نه لري او باید د دغو مرستو ترڅنګ د اقتصادي ځان بساينې لپاره پر اساسي پروژو هم پانګونه وکړي.
د اقتصادي چارو کارپوه محمد یونس ځدراڼ وايي: « دا ریښتیا ده، خلک واقعاً اقتصادي ستونزې لري خو که چېرې مرستندویه سازمانونه او موسسې پر افغانستان او افغانانو زړه سوی کوي، نو باید خپلې مرستې په پراختیايي او بنیادي پروژو کې ولګوي.»
د روغتیا نړیوال سازمان د راپور په یوه برخه کې راغلي، د روان زېږدیز کال له پیل تر سپټمبر میاشتې پورې سلګونه کسان د سېلابونو، ناوچاده توکو او ټرافیکي پېښو له امله مړه او زرګونه نور ژوبل شوي دي چې ډېره برخه یې ښځې او ماشومان دي.