Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندهارکې پر نشه يي توکو  د روږدو کسانو درملنې لړۍ چټکه شوې

کندهارکې پر نشه يي توکو  د روږدو کسانو درملنې لړۍ چټکه شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/15

د سوېل زون پر کچه کندهار  ولایت کې پر  نشه يي توکو  د روږدو کسانو ۴ زره بستریز مرکز کې دا مهال ۱۵۰۰ روږدي کسان د درملنې په موخه ساتل کیږي او د هر ډول امکاناتو په پام کې نیولو سره يي درملنه کیږي.

د روږدو کسانو د درملنې مرکز چارواکي وايي، دوی په تېر یوه کال کې د زر تنو معتادینو درملنه کړې او خپلو کورنیو ته یې سپارلي دي.

د دوی په خبره، دلته د معتادینو د طبي درملنې تر څنګ د هغوی رواني درملنه هم کیږي.

کندهار کې د معتادینو د درملنې مرکز آمر عبدالشکور شکیب وايي: « تېر یوه کال کې مو د شاوخوا ۱۰۰۰ تنو درملنه کړې او خپلو کورنیو ته مو سپارلي دي. دا مهال شاوخوا ۱ زر او ۵۰۰ تنه نور معتادین له موږ سره بستر دي.»

د معتادینو د درملنې مرکز روغتيايي مسوول منیر احمد منور وايي: « کله چې پر نشه يي توکو روږدي کسان دتله راوستل شي، په لومړیو ۱۰ تر ۱۵ ورځو پورې د اعتیاد پرېښودلو اړوند درمل ورکوو. له دې وروسته د یوه عادي ناروغ په څېر هر هغه خدمات ورته وړاندې کېږي چې اړتیا یې وي.»

ورته مهال، په دې مرکز کې تر درملنې لاندې کسان وايي، دغه مرکز ته په راتلو سره یې حالت په ښه کېدو دی او د درملنې له بهیر خوښ دي.

په دې مرکز کې یو تن بسترعزت الله وايي: « درې میاشتې کېږي چې زه دلته بستر یم. تر دې وړاندې زه د هېڅ کار نه وم حتا لمونځ مې نه کاوه. زه د دې مرکز له کارکوونکو او هغو خلکو مننه کوم چې موږ ته یې د درملنې زمینه برابره کړې.»

همدارنګه تر درملنې لاندې بل کس سید یار وايي: « زموږ له ډلې ۶۰۰ تنه دا مهال په مختلفو کارونو لګیا یو او کسب زده کوو. ما له دې وړاندې په عیدګاه دروازه کې نشه يي توکو مصرفول.»

د محمد خان په نوم کس هم له خپلې درملنې خوښيي ښيي او وايي: « دلته هر څوک په سمه رویه او خپله خوښه راوړل کېږي، درملنه مو کوي او ښه خوراکي توکي راکوي.»

په کندهار کې د دې مرکز ترڅنګ د روغتیا نړیوال سازمان په مالي مرسته په یو بل سل بستریز روغتون کې هم  د روږدو کسانو درملنه روانه ده.

د اسلامي امارت تر واکمن کېدو وروسته په ټول هېواد کې د معتادینو درملنه چټکه شوې او دا مهال زرګونه معتادین د درملنې لپاره په مرکزونو کې ساتل کیږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist