Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خیبر کې د پښتنو قامي جرګې له پرېکړو پراخ هرکلی شوی

خیبر کې د پښتنو قامي جرګې له پرېکړو پراخ هرکلی شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/15

په خيبر تاريخې درې کې د پښتنو قومي عدالت جرګه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په نوښت رابلل شوې شوه، له څو ورځې بحثونو وروسته  د یکشنبې پر ورځ د (۱۴۰۳ کال د تلې پر ۲۳ مه) پای ته ورسېده.

دغه جرګه چې د پښتنو په خاوره کې د امنيت تامين او د دوی اساسي حقونو د خونديتوب لپاره يې حياتي پرېکړې کړې، له پراخ هرکلي او ملاتړ سره مخ شوې.

په دې لړ کې پخواني ولسمشر حامد کرزي د پښتنو قومي عدالت جرګه نه يوازې د پښتنو، بلکې په سيمه کې د ستونزو د هوارولو لپاره مهم ګام بللی او د دې جرګې له ټولو پرېکړو يې ملاتړ اعلان کړی.

د حامد کرزی پر اېکس پاڼه لیکل شوي: « د افغانستان  پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی په خیبرکې د پښتنو سترې قامي جرګې پر بریالي جوړېدو خوښي څرګندوي او په سیمه کې د ستونزو د هوارولو لپاره یې نېک او اغېزناک ګام بولي. د دې قومي جرګې له پرېکړه‌ لیک خپل کلک ملاتړ اعلانوي او په خاصه توګه د جرګې د هغه غږ ستاینه او قدردانی کوي چې په افغانستان کې د نجونو تعلیم لپاره يې پورته کړی.»

د بهرنيو چارو مخکېني وزير محمد حنیف اتمر بیا دغه جرګه د پښتنو حقیقي غوښتنو مطرح کولو لپاره غوره لار بللې، د پاکستان او افغانستان له حکومتونو يې د دې جرګې پر وړاندې د مسوولانه چلن غوښتنه کړې.

اتمر هم پر خپل اېکس پاڼه لیکلي: « د ملت د تاریخي جرګو رنسانس پیل شوی دی. د پښتنو قامي جرګې ګډونوالو د ملت حقیقي غوښتنې په ډېرې هوښیارۍ او امانتدارۍ سره په لر او بر کې مطرح کړې. ملت او نړۍ د دې جرګې وروستیو پرېکړو ته په تمه دي. د پاکستان دولت او په افغانستان کې د طالبانو حاکمیت باید په مسوولانه ډول چلن وکړي. د ډیورنډ فرضي کرښې په دواړو غاړو کې پر پرتو ولسونو ظلم او محرومیت نور د زغملو نه دی او چاړه د دوی هډوکو ته رسېدلې ده.»

همدارنګه د اسلامي امارت د تېرې واکمنۍ پرمهال په اسلام آباد کې سفیر عبد السلام ضعیف د خیبر جرګه د ظلم پر وړاندې د فریادونو او د هیلو راټوکېدو نوی پړاو ګڼلی.

 ضعیف پر اېکس پاڼه لیکلي: « د ظلم پر وړاندې د مظلومانو د فریاد د هیلو راټوکېدلو نوې پړاو دی، د مظلومو ګډونوالو د خبرو څخه معلومېږي چې هلته د فریاد مرجع عادلانه نه وه او د ظلم پر وړاندې تر تحمل پرته بله چاره نه لیدل کېده.»

په پښتونخوا کې يو شمېر ملت ‌پال سياستوال د جرګې له پرېکړو په ملاتړ وایي، د پاکستان رياست هڅه کوي، د پښتنو په خاوره کې د روانې جګړې پړه خپله پر پښتنو ور واچوي او زیاتوي چې د دې جګړې تر شا د پاکستان ریاست ولاړ دی.

پخوانی سناتور افراسیاب خټک وايي: « شاوخوا ۴۵ کاله کېږي چې زموږ وطن ته جنګ راغلی. دا جنګ بل چا نه بلکې د پاکستان جنرالانو راوړی دی.»

له دې سره، د پوهنتون يو شمېر استادان هم د خیبر تاریخي جرګه د ملت د یووالي نوې څپه بولي او زیاتوي چې د دې جرګې د پرېکړو په پايله کې به ورکو شویو او له عدالت پرته وژل شویو پښتنو او ان بلوڅانو ته انصاف ترلاسه شي.

د پاکستان حکومت هڅه وکړه د زور په کارولو سره د پښتنو قومي عدالت جرګې د جوړېدو مخه ونيسي، خو د يادې جرګې په تړاو د عامو پښتنو قاطعيت د دې سبب شو چې د پاکستان حکومت له زور کارونې تېر شي او د جرګې جوړېدو اجازه ورکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist