که څه هم د اسلامي امارت او امریکا د حکومت ترمنځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې له شوې پرېکړې څلور کاله اوړي، خو لاهم کابل او واشنګټن پر یو بل تور لګوي چې د یادې هوکړې له مادو او ژمنو سرغړونه کوي.
په دې لړ کې د دوحې هوکړې یو اصلي عامل او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد اعتراف کوي چې د دوحې هوکړې يو لړ موارد له خلکو پټ ساتل شوي او په خبره يې دغه موارد د افغانستان د راتلونکي حکومت په اړه نه دي.
خلیلزاد زیاتوي، د دوحې هوکړه له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو او همدارنګه له افغانستانه د ترهګرۍ د ګواښ په اړه دوې لویې برخې درلودې چې له عام خلکو پټې ساتل شوې وې، خو په خبره يې مخکېنی ولسمشر محمد اشرف غني او د سولې سترې شورا پخوانی ریيس ډاکټر عبدالله عبدالله پرې خبر وو.
خلیلزاد په دې اړه وايي: « مخکېی ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله خبر وو. دې تړون دوې برخې درلودې. یوه برخه یې د ځواکونو ایستل او دویمه یې له افغانستانه د ترهګرۍ د ګواښ په اړه وه چې امریکا او متحدین یې بايد خوندي وي. دا چې د تړون د یو شمېر برخو جزئیات پټ وساتل شي، په تړون کې د هوکړې او له یو شمېر پوځي اډو د امریکايي ځواکونو د خوندي وتلو لپاره مهم وو.»
له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو بشپړه وتنه، د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو پیلېدل، دایمي اوربند، د امریکا او متحدینو پر وړاندې یې د افغانستان خاورې نه کارېدل د دې هوکړې له مهمو برخو ګڼل کېږي.
خو اوس پوښتنه دا ده چې افغانستان ته د دې هوکړې ګټه څه وه او د دوحې هوکړه چا نقض کړې؟
د سیاسي چارو کارپوه ادریس محمدي ځاځی وايي: « دلته تر ډېره د دوحې تړون د امریکا له خوا تر پښو لاندې کېږي. هغه شرط او شرایط چې باید امریکا منلی وای او تګلاره یې جوړه کړې وای، په کې پاتې راغلې ده. زما نظر دا دی چې اسلامي امارت د هغه ټول سازمانونه او هېوادونه را وغواړي یا عرض ورته وکړي چې د دوحې تړون لاسلیک کولو پرمهال موجود وو.»
که څه هم سرپرست حکومت په دې اړه څه نه وایي، خو له دې وړاندې چارواکو ويلي چې پر هغه څه یې عمل کړی چې له امریکا سره یې په دوحه کې ژمنه کړې وه او برعکس يې امریکا تورنه کړې چې پر خپلو ژمنو نه ده درېدلې.
کارپوهان دغه هوکړه د دې لامل بولي چې امریکا په افغانستان کې خپل اوږدمهاله سیاسي او پوځي حضور پای ته ورسوي او ټینګار کوي چې د هوکړې دواړه لوري دې پر کړیو ژمنو عمل وکړي.
د سیاسي چارو کارپوه ډاکټرعبدالصادق حمیدوزی وايي: « دوی غوښتل د خپلو ځواکونو ایستلو او دلته په افغانستان د ماتې خوړولو له بدنامۍ د ځان خلاصولو په موخه د اوړو پوزه کېږي. د افغانانو ترمنځ خبرې اترې او د یوه ګډ حکومت جوړېدل هم ځکه ناشوني شول چې دوی د تېر حکومت چارواکي او خپل پلویان له ځانه سره و ایستل، نو خبرې به چا سره کېدې.»
د پوځي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي: « له بده مرغه د وخت پارلمان له غلو، ډلو ټپلو او مجرمانو ډک و؛ ځکه دغه هوکړه د افرادو ترمنځ وشوه نه د ولس د استازو له خوا.»
خلیلزاد په دې اړه يوه پاډکاسټ کې زیاته کړې، د دوحې له هوکړې وړاندې د سولې خبرو پرمهال واشنګټن دا نظر درلود چې د ځواکونو ایستل باید د اسلامي امارت او د هغه مهال افغان حکومت ترمنځ له موافقې سره مشروط نه شي؛ ځکه په خبره يې افغانان په خپلو کې توافق ته نه رسېږي.