افغانان په تاریخي لحاظ د سترو سیاسي، امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو پرېکړو کولو او ستونزو ته د حل موندلو لپاره د لویې جرګې په نوم ځانګړی شرعي او روایتي پلټفورم لري.
کله چې حکومتونه او ولس له ستونزو سره مخ شي، بیا یې د حل موندنې لپاره لویو ملي او قومي جرګو ته مخه کوي.
جرګې او په ځانګړې توګه لویه جرګه د افغانستان په تاریخ کې له خورا ارزښت برخمنه ده. حکومتونو او ولسونو تل له همدې لارې ملي او نړیوالې پریکړې کړې دي.
د جرګې بحث د لوی افغانستان له تاریخ سره تړلی یادیږي او د همدغو جرګو په پایله کې کې افغان ولس د معاصر افغانستان خاوند دی او همدا راز احمد شاهي امپراطوري یې رامنځته کړې وه.
په خیبر پښتونخوا کې د منظوراحمد پښتین پر مشرۍ د پښتنو قامي جرګې د حقونو لپاره رابلل شوې، د عدالت غوښتنې ستره جرګه هم د پښتون افغان ولس تاریخي جرګو لړۍ یادیږي چې د کارپوهانو په باور د پښتون قوم لپاره به مثبتې پایلې ولري.
د پوهنتون استاذ فیض محمد ځلاند وايي: « جرګې د افغانستان له وجود سره تړلی بحث دی. د یوې لویې جرګې په پایله کې موږ معاصر افغانستان لرو، موږ احمدشاهي امپراتوري لرو او خپل لویې ستونزې او پرېکړې مو تل د لویې جرګې له لارې کړې دي. د پښتون ژغورنې غورځنګ په نوښت جوړه شوې جرګه هم هماغه افغاني جرګه ده چې په کې د پښتون ولس پر ستونزو خبرې وشي او لپاره به یې حل لارې وړاندې شي.»
جرګه د افغانانو په تاریخ کې اوږده مخینه لري او خپلې سترې او وړې ستونزې له همدې لارې حل کوي.
لومړنۍ جرګه د میرویس خان نیکه پر مشرۍ هغه مهال راوبلل شوه چې کله ګورګین پرکندهار او نورو سیمو یرغل وکړ.
د همدې ولسي جرګو له دایرېدو وروسته ګورګین او یرغلګر ځواکونه یې مات او د میرویس نیکه پر مشرۍ خپلواک حکومت رامنځ ته شو.
په دویم ځل لویه جرګه کې چې افغان ولس رابللې وه، احمدشاه ابدالي اقتدار ته ورسېد او همدا راز د افغانانو امپراطوري رامنځته شوه چې سرحدونه یې تر اصفان او ډهلي رسېدل.
د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « ګورګین راغی او تر کندهار یې د افغانستان خاوره لاندې کړه، خو افغانانو د میرویس خان نیکه پر مشرۍ جرګه وکړه او په پایله کې یې نه یوازې ګرګین وشړل شو بلکې تر اصفهانه سیمې هم افغانانو ونیولې. د احمدشاه بابا په وخت کې هم افغانان په ډلو وېشل شوي وو چې بالاخره د یوې لویې جرګې په پایله کې احمدشاه ابدالي د افغانانو مشر وټاکل شو او ورپسې یې خپله لویه امپراتوري جوړه کړه.»
د پوهنتون استاد نجیب الله بهادر وايي: « لومړنۍ اغېزناکه لویه جرګه د میرویس نیکه په وخت کې جوړه شوه. کله چې ګورګین په افغانستان برید کوي، میرویس نیکه سعودي عربستان ته ځي او له هغه ځایه د علماوو فتوا ځان سره راوړي. له هغه وروسته افغانستان کې لویه جرګه جوړوي او د ګورګین پر وړاندې پاڅون کېږي. د پاڅون په پایله کې ګورګین ماتېږي او افغانان څو کاله پر اصفهان هم حکومت کوي.»
جرګه په اصل کې سیاسي، اقتصادي او ټولنیز اورګان دی چې د ستونزو د حل لپاره هراړخیزې حلارې پیدا کوي.
د ډېرو په باور، د ملګرو ملتونو اوسنۍ مجموعه هم د افغان ولس د جرګې نه په الهام جوړه شوې چې پر نړیواله کچه د ستونزو هوارولو لپاره کار کوي.
د نظرخاوندان وايي، جرګې هغه مهال رامنځ ته کیږي چې ولس او یاهم حکومتونه له ستونزو سره مخ وي.
د دوی په باور، هغه مهال چې حکومتونه له ننګونو سره مخ شي، بیا یې قامي لویو جرګو ته مخه کړې او مسایل یې پرې حل کړي دي.
د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « جرګه په خپله یو سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ارګان دی چې په کې لوی سیاسي او ټولنیز مسایل حل کېږي. ممکن د ملګرو ملتونو عمومي مجمع زموږ له جرګې کاپي شوې وي. د جرګې پرېکړې عادلانه وي او د نه منلو په صورت کې جرګه خپله فزیکي قوه لري.»
د پوهنتون استاد نجیب الله بهادر وايي: « هغه ستونزې تل په جرګو حل شوي چې د افغانستان واکمنو نظامونو او حکومتونو ورته د حل لارې نه وي موندلې. جرګو تل په سیاسي او حقوقي اړخ کې مثبت رول لوبولی او ژور تحولات یې رامنځته کړي دي.»
په خیبر پښتونخوا کې د منظوراحمد پښتین پر مشرۍ د عدالت غوښتنې روانې قامي سترې جرګې وړاندې په وروستي ځل میرزا علي خان د پښتون قام د انسجام او حق غوښتنې په نوم د شلمې پېړۍ په درېیمه لسیزه کې د پښتون قوم ستره جرګه رابللې وه او د پښتون د حق غوښتنې غږ یې پورته کړ.
په خیبر پښتونخوا کې د پښتون قوم سترې قامي جرګې ته لوې تمې دي. ولس تمه لري چې دغه جرګه د پښتنو پر خاوره روان ناورین پای ته ورسوي او د دوی حقونه به ورکړي.