Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بهر ته پر قاچاقي لارو تګ؛ ولې افغان ځوانان هېواد پرېږدي؟

بهر ته پر قاچاقي لارو تګ؛ ولې افغان ځوانان هېواد پرېږدي؟

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/13

نصیب الله د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ اوسېدونکی دی، هغه د اقتصادي ستونزو او همدارنګه د انساني قاچاقبرانو د درواغجنو ژمنو له امله وهڅول شو، چې خپل وراره په قاچاقي لارو بهر ته ولیږي.

نصیب الله وايي، سره له دې چې زرګونه امریکايي ډالر یې ولګول، خو نه یوازې وراره یې خپل منزل ته ونه رسېد، بلکې د انساني قاچقبرو د بې غورۍ له امله یې په نیمه لار کې ساه ورکړه.

هغه زیاتوي: « انساني قاچاقبران انسانان یو پر بل خرڅوي او په داسې وسایلو کې یې لېږدوي چې څاروي هم په کې څوک نه لېږدوي. زما وراره یې په کانټینر کې یې اوچولی و او موږ یې له مرګ څخه د رسنیو له لارې خبر شوو.»

نصیب الله وايي، افغانستان کې شته شرایطو ته په کتو، ډېر خلک خپل اولادونه بهرنیو هېوادونو ته په مزدورۍ پسې لېږي حال دا چې له ستونزمنو لارو او د قاچاقبرو له ناوړه موخو خبر نه دي.

نوموړی پر نورو کورنیو غږ کوي چې خپلو اولادونو لپاره داسې لارې وګوري چې قانوني وي او ژوند ته خطر ونه لري.

هغه په دې اړه وايي: « هرڅوک چې بهرنیو هېوادونو او اروپا ته ځي، باید په قاچاقي لارو لاړ نه شي، که نه دغه به یې حال وي. باید د تګ لپاره قانوني لارې پيدا کړي.»

نصیب الله له سرپرست حکومته هم غوښتنه کوي چې په کور دننه د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو په برابرولو کې خپلې هڅې زیاتې کړي.

د ده په خبره، اوس مهال ډېری ځوانان له سختې بې ‌روزګارۍ او بېوزلۍ له کبله اړ کیږي چې نورو هېوادونو ته ولاړ شي.

هغه زیاتوي: « زموږ غوښتنه دا ده چې ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي؛ ځکه که دلته کار وي، ولې څوک د کار لپاره بهر ته لاړ شي؟ بهرني هېوادونه زموږ د هېواد په څېر نه دي، ژبه، دین، مذهب او هر څه یې بدل دي.»

نصیب الله ټینګار کوي چې سرپرست حکومت باید په هېواد کې د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو له برابرولو سربېره د انساني قاچاق د مخنیوي په برخه کې هم ګامونه پورته کړي ترڅو هېواد وال په قاچاقي لارو بهرنیو هېوادونو ته د تګ له امله قرباني نه شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist