له نن شاوخوا درې میاشتې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي ګیله من وزیر په جنازه کې د غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د خپل قوم د ساتنې، انصاف اوعدالت لپاره د پښتون قامي جرګې د جوړېدواعلان وکړ.
پښتین وویل: « … زه دا ورته وایم چې اې جابره ستا ۲۰ کاله وارونه وو خو پښتون به یو وار کوي او په دې سره به ته د ځمکې تل ته ځې.»
په تېرو درېیو میاشتو کې غورځنګ د دې برخلیک ټاکونکې جرګې لپاره هلې ځلې وکړې خو د پاکستان حکومت بیا پرله پسې د جرګې پر وړاندې خنډونه جوړ کړل او ان بلوچستان او د وزیرستان څو ولسوالیو ته یې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر په ورتګ بندیزونه ولګول، خو دا خبره بېله ده چې منظور پښتین یې له خپلې لارې ونه شوګرځولی.
منظور پښتین وايي: « هېڅکله نه پر شا کېږو. په داسې حالاتو کې له خپلو خبرو په شا کېدل بې غیرتي ده. زموږ سرونه به ځي خو ټیټوو یې نه، ناکامي منو، خو غلامي هېڅکله نه. موږ په خپله خاوره د نورو واکمني نه شو منلی.»
د پاکستان امنیتي ادارو د دې جرګې د کمزوري کولو او یا مخنیوي لپاره هر ډول امکانات وکارول او دوه ورځې وړاندې یې د خیبر میدان کې د جرګې لپاره درول شوې خېمې وسوځولې، ځانګړی شوی ځای یې په درنو ماشینونو ویجاړ کړ او په مېشتو پښتنو یې ډزې وکړې.
د پاکستان د حکومت دغه ګام د غورځنګ غړیوغوسه را وپاروله او حکومت یې له لسیزو راهیسې د پښتنو په وژلو اوشکنجه کولو تورن کړی.
دوی وایي، د نورو هېوادونو په څېر راتلونکی غواړي اوپه خبره یې د پاکستاني پولیسو شتون نور نه شي زغملی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ یوتن غړی وايي: « پنجابی د اور اچولو لپاره راغلی و او ځان یې د دې ځای مالک ګاڼه، خو موږ نور دلته پنجابیان نه شو منلی. زموږ غوښتنه دا ده چې د پنجاب پولیس، پوځیان، صاحب منصبان، قاضیان او د دوی پښتانه ملګري د زموږ له خاورې ووځي.»
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین ته د غونډې له پیل وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له خوا ویل شوي چې د دوی شناخت کارټونه اوپاسپورټونه به د یاد حکومت له لوري بلاک او کنسل شي.
منظور احمد پښتین په دې اړه غبرګون کې وايي: « جرګې ته میلیونونه پښتانه را روان دي، پاکستان باید د ټولې پښتونخوا شناخت کارټونه په یوځای بلاک کړي. ته به وايي پاکستان ډېر قدرمن پاسپورټ هم لري. چې د پاکستان پاسپورټ دې جیب کې وي، په نړۍ کې څوک نیږدې نه درسره کېني.»
دغه قومي جرګه داسې مهال جوړېږي چې ۲۰۱۴ کال په وزیرستان او قبایلي سیمو کې پاکستاني پوځ ضرب عضب په نوم عملیات پیل کړل او په زرګونه بې دفاع عام پښتانه یې ووژل.
له دې سره د پاکستاني حکومت د پوځي عملیاتو، هدفي وژنو او د پښتنو سیاستوالو د ځپلو لړۍ لاهم روانه ده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د همدغو وژنو د مخنیوي لپاره قامي جرګه را بللې ده. د غورځنګ مشران وايي، د پاکستاني ځواکونو د بریدونو او ولس ته د پښتنو پر وړاندې د پاکستاني ریاست د ظلمونو ښکاره کولو لپاره د اړوند وسایلو ځای پرځای کولو او د لارو بندیدو له امله دغه جرګه د لنډ وخت لپاره ځنډېدلې او ژر به پیل شي.
د غورځنګ مشر منظور پښتین ډاډ ورکړی چې له جرګې نه تیریږي او په خبره یې هېڅ ډول فشارونو او زور زیاتي ته نه تسلیمیږي.