• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د نورستان نورګرام ولسوالۍ اوسېدونکي د روغتیايي اسانتیاوو له کمښت شکایت کوي 

د نورستان نورګرام ولسوالۍ اوسېدونکي د روغتیايي اسانتیاوو له کمښت شکایت کوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/12

د نورستان ولایت نورګرام ولسوالۍ اوسېدونکي په خپله سیمه کې د روغتیايي اسانتیاوو له کمښت شکایت کوي او وايي، ناروغان د درملنې لپاره ننګرهار یا لغمان ولایتونو ته وړي، خو ډېر کله خپل ژوند په لارو بایلي.

د نورګرام و لسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي: « موږ خپل ناروغان د کټ په وسیله له کلیو او لوړو ځایونو راښکته کوو، بیا یې د درملنې لپاره لومړی لغمان او بیا جلال آباد ته لېږدوو. ډېر ناروغان په لارو کې ژوند له لاسه ورکوي.»

د نوګرام ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی وايي: «د ټولو درو مخه همدې ځای ته ده، لومړی دلته راځي او بیا له دې ځایه جلال آباد ته ځي.»

د نورستان ولایتي چارواکي د خلکو شکایتونه مني خو وايي، په نورګرام ولسوالۍ کې د ۳۶۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د دغې ولسوالۍ پر کچه د یوه بشپړ روغتیايي مرکز د چارو پیل شوی او په بشپړېدو سره به یې د خلکو ستونزې تر ډیره حل شي.

د نورستان والي قاري زین العابدین وايي: « د روغتیايي مرکز جوړولو چارې پيل شوې دي. په دې مرکز۳۶۰ زره امریکايي ډالره لګښت راځي، ۲۴ خونې به لري او په ټولو عصري وسایلو به سمبال وي. زه زېری ورکوم چې په نږدې راتلونکي کې به نورې پروژې هم پيل کړو.»

بل پلو، د نورستان د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، دغه روغتیايي مرکز به په ټولو پرمختللو روغتیايي وسایلو سمبال وي او ورسره به د  نورګرام ولسوالۍ اوسېدونکي نورو ولایتونو ته د درملنې په موخه له تګ څخه خلاص شي.

د نورستان  عامې روغتیا رییس مفتي سعد الله نعماني وايي: « دا روغتون به له نړیوالو نورمونو سره سم وي او هر ډول وسایل به ولري. موږ کولی شو د دې روغتون له لارې نه یوازې د نوګرام بلکې د غربي نورستان د ټولو ولسونو اړتیاوې رفع کړو.»

دا مهال د  نورستان اړوند نورګرام ولسوالۍ کې روغتیايي اسانتیاوو ته د خلکو لاسرسی ډېر محدود دی. د اوسېدونکو په خبره، شدید ناروغان د درملنې لپاره لومړی لغمان او بیا له هغه ځایه ننګرهار ته انتقالوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونه: افغانستان کې شاوخوا ۵ میلیونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي
روغتیا

ملګرو ملتونه: افغانستان کې شاوخوا ۵ میلیونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي

جون 16, 2025
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې د وینې ورکول ستایلي
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې د وینې ورکول ستایلي

جون 15, 2025
شریف: په راستنېدونکو کډوالو کې د پولیو ناروغي زیاته ده
روغتیا

شریف: په راستنېدونکو کډوالو کې د پولیو ناروغي زیاته ده

جون 14, 2025
هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې
روغتیا

هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې

جون 3, 2025
عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي
روغتیا

عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي

مې 31, 2025
هرات کې د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو
روغتیا

هرات کې د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو

مې 26, 2025

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونه: افغانستان کې شاوخوا ۵ میلیونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي

ملګرو ملتونه: افغانستان کې شاوخوا ۵ میلیونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي

جون 16, 2025
د هلمند ځينو ولسوالیو اوسېدونکي: پرله پسې وچکالیو له خپلو سيمو کډه کولو ته اړ کړي یو

د هلمند ځينو ولسوالیو اوسېدونکي: پرله پسې وچکالیو له خپلو سيمو کډه کولو ته اړ کړي یو

جون 16, 2025
د پاکستان دفاع وزير: هند د پاکستان خلاف جنګېدونکو وسله والو ډلو ملاتړ کوي

د پاکستان دفاع وزير: هند د پاکستان خلاف جنګېدونکو وسله والو ډلو ملاتړ کوي

جون 16, 2025
افغانستان له ایران سره په روغتیايي برخو کو څو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي

افغانستان له ایران سره په روغتیايي برخو کو څو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي

جون 16, 2025
ایران کې د ا.ا سفارت مېشتو افغانانو ته؛ له حساسو او پوځي مرکزونو لرې اوسئ

ایران کې د ا.ا سفارت مېشتو افغانانو ته؛ له حساسو او پوځي مرکزونو لرې اوسئ

جون 16, 2025
اسراییلو پوځ: د ايران هوايي دفاع سیسټم مو ویجاړ کړی او پر فضا یې واکمن یو

اسراییلو پوځ: د ايران هوايي دفاع سیسټم مو ویجاړ کړی او پر فضا یې واکمن یو

جون 16, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist