په داسې حال کې چې ټاکل شوې د روانې اکټوبر میاشتې پر ۱۱ مه نېټه په خیبر دره کې د پښتنو قامي جرګه جوړه شي، له دغې جرګې په لر او بر کې پراخ ولسي ملاتړ شوی.
د ولسونو، سیاستوالو، ګوندونو او بنسټونو ترڅنګ، تازه د پاکستاني طالبانو تحریک چې دامهال د دې هېواد له پوځ سره پر جګړه بوخت دی، جرګې ته د درناوي لپاره پنځه ورځنی اوربند اعلان کړ.
د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي.ټي.پي) له لوري په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلې، دغه پرېکړه د روانې اکټوبر میاشتې پر ۱۱مه د پښتونو قامي جرګې د غوره ترسره کېدو او ورته د درناوي په موخه شوې.
اعلامیه کې ویل شوي، چې اوربند به د چهارشنبې پر ورځ د اکټوبر له ۹ نافذ وي او د اکټوبر تر ۱۳ مې به دوام کوي.
د اعلامیه له مخې، په دې موده کې به ټي.ټي.پي پر پاکستاني پوځيانوهېڅ برید نه کوي؛ خو د مقابل لوري د تېري او تخطۍ په صورت کې له ځانه د دفاع حق لري.
د پاکستاني طالبانو تحریک د اعلامیې یوه برخه کې راغلي: « موږ د دې تاریخې جرګې او راټولېدنې د درناوي لپاره د روانې اکټوبر نهمه، لسمه، یوولسمه، دولسمه او دیارلسمه ورځ په خیبر قبايلي سیمو کې د دوښمن پر وړاندې ډزبندي اعلانوو. د دې پنځو ورځو په لړ کې به د پاکستاني طالبانو تحریک مجاهدین د جرګې د درناوي لپاره پر دوښمن بریدونه نه کوي، خو د ځان د دفاع او حفاظت حق ساتنه کوي او که د دوښمن له لوري هر راز تېری کېږي، په دې صورت کې به مجاهدین له ځانه د دفاع حق لري.»
دغه راز، په اعلامیه کې ویل شوي، ټي.ټي.پي له لسیزو راهیسې له پښتنو سره د پاکستاني حکومت له لوري د روانو ظلمونو پر وړاندې درېدل او وسله پورته کول د ځان حق ګڼلی او له ټولو هغو جهتونو او اړخونو یې ملاتړ اعلان کړی چې په وینا یې له مظلومو پښتنو سره د روان ظلم پر ضد درېږي.
د اعیلامیې یوه برخه:« موږ د مجبورۍ له مخې او له ځانه د دفاع لپاره د دې غلام پوځ پر وړاندې وسله پورته کړې. د خپلې خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو، پر خپلو خدای راکړيو هستیو د اختیار لرلو، له ظلم څخه د خپلو مظلومو عوامو د ساتنې او د هغوی د اسلامي، دیني او مشروع حقونو ترلاسه کولو لپاره روانه مبارزه زموږ مسلم اخلاقي، شرعي او انساني حق دی او څوک چې په هر نامه له پښتون قوم سره د روان ظلم پر وړاندې درېږي او د دې حقونو د اعادې لپاره مبارزه کوي؛ موږ یې ملاتړ کوو.»
که څه هم د پښتونو قومي جرګې ته له تېرو څو میاشتو راهیسې پراخ چمتووالی روان دی؛ خو دوه ورځې وړاندې د پاکستان حکومت د دې جرګې له جوړېدو سربېره د پښتون ژغورنې غورځنګ پر فعالیتونو بندیز وضع کړ او د پي.ټي.اېم روانه مبارزه یې د پاکستان د سولې او امنیت پر ضد اقدام وباله.
د سیاسي چارو شنونکي د پاکستان د دغه اقدام خلاف د ټي.ټي.پي د اوربند پرېکړه د ولسونو سیاسي خوځښتونو او سوله ییزو مبارزو څخه د ملاتړ او ګډو موخو ته د رسېدو پر لور د واحدې مبارزې په مانا بولي.
د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « د ټي.ټي.پي پنځه ورځنی اوربند د پښتون ژغورنې غورځنګ د ملاتړ په مانا دی، له بلې خوا په ډاګه کوي چې د ټي.ټي.پي او پي.ټي.اېم موخې ګډې دي. دا مهال د پښتونخوا او وزیرستان زرګونه ځوانان او وګړي تري تم دي، وژل شوي یا په زندانونو کې دي؛ د پښتون ژغورنې غورځنګ د هغوی د مړي یا ژوندي پوښتنه کوي، همدا غوښتنه د پاکستاني طالبانو د تحریک هم ده.»
خو ځېنې نور بیا د پاکستاني حکومت دغه پرېکړه د هغه جبر او ظلمونو یو بله کړۍ بولي چې له ایجادېدو راهیسې یې تل مظلوم قومونه له حق غوښتنې راګرځولي او له زوره په استفادې یې د روا او مشروع مبارزو مخه نیولي.
د دوی په اند، که څه هم دغه ډول اقدامات نه شي کولی د جرګې جوړېدو مخه ونیسي؛ خو په خبره یې د پاکستان حکومت دغه شان یو اړخیز او سخت دریځه ګامونه هلته مېشت ولسونه په لوی لاس تاوتریخوالي او وسلې پورته کولو ته اړ باسي.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « دا ځل دا خبره ثابته شوه چې پښتانه له ډيموکراتیکو لارو د امن او سولې غوښتنه کوي او که چېرې مجبوره شي، ښايي ټوپک ته هم لاس کړي. په دې صورت کې به پښتانه ملامت نه وي او د هر ډول پېښو پړه به پر پنجاب اچول کېږي.»
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين د ټي.ټي.پي د دې پرېکړې په تړاو غبرګون نه دی ښودلې خو پر پي.ټي.اېم د پاکستان حکومت له لوري لګېدلی بندیز یې ظالمانه بللی او وايي، دغه ډول فعالیتونه نه شي کولی د پښتنو قومي تاریخي جرګې مخه ونیسي.
پښتین زیاته کړې، د عدم تشدد له لارې به په دغه هېواد کې د ترهګرۍ خلاف او د خپلو خلکو حق غوښتې مبارزې ته دوام ورکوي.