که څه هم د اکټوبر ۱۱ مې ته چې ټاکل شوې په خيبر کې د پښتنو قومي عدالت جرګه جوړه شي، د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي، خو د پاکستان حکومت يې د مخنيوي لپاره له هرې ممکنه وسيلې کار اخلي او په همدې موخه يې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مهمو غړیو له نيولو سربېر، د دغه غورځنګ پر فعاليتونو بنديز هم اعلان کړ.
د پاکستان کورنيو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د اکټوبر پر ۱۱ مه د پښتون ژغورنې غورځنګ په کوربه توب د پښتنو قومي عدالت جرګه د دغه هېواد د امنیت لپاره ګواښ بللی.
د اعلامیې یوه برخه کې راځي: « د پښتون ژغورنې غورځنګ اکټوبر ۱۱ مې ناسته د پاکستان لپاره امنیتي ګواښ دی او له همدې کبله د ترهګرۍ ضد قانون واکونو په کارولو سره د دې جرګې مخه بايد ونيول شي.»
خیبر پښتونخوا کې یو شمېر سیاسیون او د پښتون ژرغونې غورځنګ غړي په خیبر دره کې د پښتون قامي جرګې پر وړاندې تازه بندیزونه د پښتنو پر وړاندې د جګړې اعلان بولي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وايي: « دا ډېره اوږده پروسه ده، د پاکستان حکومت تېر شپږ کاله د بندیز لګولو هڅه کوله؛ خو اوس چې د جرګې وخت را نیږدې شو، وروستي ځای ته یې ټوپ کړل. بندیز اعلان د جنګ دی؛ مانا دا چې زه له تاسره جګړه کوم.»
یو شمېر ملتپال سیاستوال د اکټوبر ۱۱ مې جرګې پر وړاندې لګول شوي بندیزونه غیرعادلانه بولي او وايي، دا په ښکاره د ولسواکۍ له منځه وړلو هڅه ده.
پښتون ملتپال سیاستوال افرسیاب خټک وايي: « د اکټوبر ۱۱ مې سوله ییزې ناستې پر وړاندې پر پښتون ژغورنې غورځنګ تازه بندیزونه د پاکستان حکومت له خوا پر خلکو د استعماري واک مانا لري. دا د پښتون ملت پر وړاندې غیرعالانه کړنه ده.»
د بلوڅ یکجهتي کمېټې مشره ماهرنګ بلوچ هم ورته خبره کوي او وايي: « پر پښتون ژغورنې غورځنګ لګول شوي بندیزونه د ډيموکراټیکو اصولو خلاف کړنه ده او دغه کار په ښکاره ډول ولسواکي له منځه وړي.»
ورته وخت کې، د سیاسي چارو شنونکي د پښتون ژرغونې غورځنګ پر وړاندې لګول شوي بندیزونه د پاکستان حکومت ناسم سیاست بولي او زیاتوي، پاکستان باید د پښتنو پر وړاندې روان کړي سیاست له سره فکر وکړي.
د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر وايي: « وړاندې له دې چې د پاکستان حکومت پر خپلو مخالفو ګوندونو یا هغو کسانو بندیز ولګوي چې د خپلو خلکو حقونه غواړي، باید پر خپلو سیاستونو او ستراتیژیو له سره فکر وکړي او په کې بدلون راوړي.»
دا لومړی ځل نه دی چې په خیبر پښتونخوا کې د پښتون ژرغونې غورځنګ ناستو پر وړاندې خنډونه راپورته کیږي، بلکې له دې وړاندې هم د پاکستان حکومت له خوا د دې غورځنګ ناستو سره مخالفت شوی او ان مخکښ غړي یې وژل شوي او بندیان شوي دي.