له ځانګړې خټې د لوښو جوړول یا کولالي هغه لرغونی صنعت دی چې د انسان د پیدايښت په کچه اوږده مخینه لري.
پخوا به په دې صنعت کې زرګونه کسان پر کارونو بوخت وو، خو د وخت په تېرېدو سره یې ځای لرګینو، ډبرینو، مسي، اوسپنیزو، ښیښه يي او پلاستیکي لوښو نیولی او د دې خورا لرغوني صنعت بازار یې پیکه کړی.
رمضان د بلخ ولایت اوسېدونکی دی او وايي، له پلار څخه ورپاتې صنعت یې لاهم ژوندی ساتلی، خو نه پوهېږي ترکومه به یې وساتلی شي.
نوموړی له ځانګړې خټې د ډوډۍ پخولو تنورونه جوړوي او له همدې لارې د خپلې کورنۍ اړوتیاوې پوره کوي.
یوازې رمضان نه بلکې د ده په څېر لسګونه نور کسان هم د دغه لرغوني صنعت ژوندي ساتلو کوښښ کوي. رمضان او په کولالي صنعت نور بوخت کسان د خپل کاروبار له پېکه کېدو شکایت کوي.
کولال رمضان وايي: « څه نا څه سودا مو کېږي خو د خلکو اقتصاد کمزوری شوی او زموږ جوړ څیزونه نه اخلي. دا کسب ما ته له پلاره څخه راپاتې دی او هڅه کوم وې ساتم.»
کولال سراج الدین وايي: « ځینې یوځل مصرف بهرني توکي راوتلي دي، که چېرې دولت ملاتړ وکړي او دغه کسب لرونکي کسان وهڅوي او دغه راز د بهرنیو داشونو د واردېدو مخه ونیسي، زموږ کاروبار به هم ورسره ښه شي.»
یو شمېر بلخیان بیا خټین تنورونه تر برېښنایي او اوسپنيزو هغو ښه بولي او وايي، مصرف یې کم او کیفیت یي لوړ دی.
دوی له ښاریانو غواړي چې له خټینو لوښو او تنورونو کار واخلي.
د بلخ اوسېدونکی دوست محمد وايي: « زموږ وطني تنورونه ښه ډوډۍ پخوي؛ د دې نورو داشونو ډوډۍ خوندوره نه وي. موږ باید له وطني تنورونو څخه کار واخلو.»
په همدې حال د بلخ صنعت اوسوداګرۍ ریاست مسوولین د ملاتړ ژمنه کوي او وایي، د کولالي صنعت ژوندي ساتلو او ملاتړ لپاره هڅه کې دي او بازار ته په را واردېد کېدونکو کولالي او مشابه لوښو به مالیه لوړه کړي.
د بلخ صنعت او سوداګرۍ رییس امیر محمد متقي وايي: « پخوا به ډېر بې کیفیت او خراب توکي واردېدل ځکه چې دلته په داخل کې تولیدات نه وو؛ خو اوس موږ خپل تولیدات لرو او کولی شي له بهرنیو تولیداتو سره سیالي وکړي.»
که څه هم د هېواد په ډېرو ولایتونو کې لاهم د کولالي صنعت ژوندی دی، خو که ملاتړ یې ونه شي دغه لرغونی صنعت به له منځه ولاړ شي.