Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مک‌کال: بایډن نړۍ کې د امریکا اعتبار زیانمن کړ

مک‌کال: بایډن نړۍ کې د امریکا اعتبار زیانمن کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/25

د امریکا استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مک‌کال د دې جرګې په ناسته کې د امریکا اوسنۍ اداره تورنه کړې چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو له وتلو سره یې په نړۍ کې د واشنګټن حیثیت او باور ته سخت زیان اړولی.

مک‌کال ویلي، د امریکا ملي امنیت کمزوری شوی او اوسني حکومت د دې پر ځای چې له کابله د امریکايي ځواکونو خونړۍ او بدنامه تخلیه تېروتنه وګڼي، د ځواکونو را ایستل خپله لویه بریا بولي.

د مک‌کال په خبره، له کابله د ځواکونو له وتو سره سم امریکايي پوځي تجهیزات په افغانستان کې پرېښودل شول او د کابل پر هوايي ډګر مرګوني برید کې یو شمېر سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته چې په اړه یې  باید واکمن چارواکي وپوښتل شي.

هغه زیاته کړې: « ولسمشر بایډن او مرستیالې هریس په ګډون یو کس هم د دې دردوونکې ماتې او تراژیدۍ په اړه ځواب نه دی ویلی. د امنیت شورا ویاند جان کربي د دې تراژېديکې تخلیې د لامل په اړه وايي چې موږ ټولو په دې اړه ځواب ورکړی. دا تېر ایستونکي ځوابونه دي. که د امریکا چارواکي ځواب نه ورکوي، د امریکا استازي باید دا خپل مسوولیت وګڼي.»

د سیاسي چارو کارپوهان د امريکا پر مشرۍ افغانستان ته د نړيوالو ایتلافي ځواکونو راتګ تېروتنه بولي او زياتوي چې د ۲۰ کلنې جګړې پرمهال له مقاومت سره د مخ کېدو پایله کې يې خپل سرتېرې بېرته له افغانستانه بهر کړل.

د سیاسي  چارو کارپوه حکمت‌الله حکمت وايي: « له افغانستانه د امریکایانو وتل ستراتیژیکه تېروتنه نه بلکې د امریکا د وخت حکومت یوه لویه بریا وه. ستراتیژيکه تېروتنه په ۲۰۰۱ کال کې افغانستان ته د امریکايي ځواکونو راتګ او پر افغانانو ظلمونه وو. که دوی په ۲۰۲۱ کال د قطر پروسې له مخې نه وای وتلې، دېته مجبوره کېدل چې په ډېرې بدنامۍ او له درنو تلفاتو وروسته ووځي. »

ځېنې نور بیا د امریکا راتګ د هغوی ستراتیژيکي ګټې بولي او وایي، امریکا د خپلو سیاسي موخو د ترلاسه کولو لپاره په افغانستان کې نظامي حضور درلود او اوس هم د خپلو سیاسي اهدافو د تعقیب لپاره په سیمه کې حضور مهم ګڼي.

د سیاسي چاترو کارپوه  محمد زلمی افغانیار وايي: « د مکان څرګندونې سیاسي مانورې دي. د افغانستان سیاسي وضعیت د نړۍ ټولو هېوادونو ته څرګند دی او په دې پوهېږي چې افغانستان ته د امریکا راتګ د څه لپاره و. دوی غوښتل خپلې ستراتیژیکي ګټې تعقیب کړي نه دا چې دلته ملت جوړونه او حکومت جوړونه وکړي. که امریکا تعامل غواړي نو تعامل د خبرو اترو پر محور کېږي او داسې چې د دواړو اړخونو ګټې په کې خوندي وي.»

د امریکا استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ریيس مایکل مک‌کال د امریکا اوسنی ولسمشر جوبایډن او د هغه مرستیاله کامالاهریس، د امریکا ملي امنيت سلاکار جېک سولیوان، د ملي امنیت مرستیال مشاور جاناتان فاینر او د امنیت شورا ویاند جان کربي، د افغانستان سولې په برخه کې د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد او یو شمېر نور امنیتي چارواکي له افغانستان د امریکايي ځواکونو د ناکامه وتلو مسوولین ګڼلي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist