په فراه ولایت کې له ایران او پاکستان په جبر را شړل شوې کورنۍ په یوه پنډ غالي کې تر خېمو لاندې ژوند تېروي.
په دې پنډ غالي کې مېشتې کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او وایي، یادو هېوادونو نه یوازې په جبر را شړلي بلکي ټولې شتمنۍ یې هم ترې ګرځولې دي.
دوی له سرپرست حکومته د مرستو او په کور دننه د کاري فرصتونو برابرولو غوښتنه کوي.
راستون شوی کډوال تاج محمد وايي: « موږ یې په زور را وشړلو او هرڅه مو پاتې شول. د هر چا دوه درې موټر سامان پاتې شوی.»
راستون شوی کډوال نور علي وايي: « په زور یې له کورونو را وایستلو او موټر ته یې واچولو. ټوله شتمني مو هلته پاتې شوه؛ حتا له ۵۰ زره کالدارو زیاتې پیسې یې زموږ له جیبونو هم و ایستلې.»
بله خوا، د فراه ځایي چارواکي له راستنو شویو کورنيو سره د مرستو ډاډ ورکوي، خو په ګاونډیو هېوادونو کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلن پر وړاندې د کډوالو حقونو مدافع سازمانونو چوپتیا د اندېښنې وړ بولي.
د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ رییس عبدالحی سباوون وايي: «فراه ولایت ته کډوال او مهاجرین راستانه شوي او دلته د کډوالو په پنډغالي کې مېشت دي. یو شمېر دغو کډوالو ته د اسلامي امارت او د فراه ولایت مقام او دغه راز ملي سوداګرو او خیریه بنسټونو له خوا مرسته شوې او دا مرستې به په راتلونکي کې هم ادامه ولري.»
په دې وروستیو کې له ایران او پاکستان د افغان کډوالو ایستلو لړۍ چټکه شوې او ورسره په کور دننه د بې روزګارۍ زیاتوالي ته اندېښنې هم زیاتې شوې دي.