د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د خپلې۱۰ کلنې کاري مودې پای ته رسېدو په تړاو ناسته کې د خپلې کاري مودې او د نړۍ په ګڼو برخو کې د ناټو سازمان د حضور په تړاو خبرو کې، افغانستان او هلته د دې سازمان ش۲۰ کلن پوځي حضور ته اشاره کړې.
سټولټنبرګ په خپلو خبرو کې افغانستان ته د ناټو ځواکونو راتګ د ملګرو ملتونو امنیت شورا له پرېکړې سره سم قانوني بللې او اصلي موخه یې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه، د ترهګرو پر خوندي پټن ځای د افغانستان له بدلېدږ مخنیوی او ملت جوړونه بللې.
سټولټنبرګ که څه هم هدف ته د رسېدو له مخې دغه ماموریت ګټور بللی، خو تر ناڅرګندې مودې پورې د دې پوځي ماموریت غځېدل یې هم بې ګټې بللي او وايي، د ماموریت د لا غځولو لپاره هېڅ دلیل موجود نه و.
هغه زیاته کړې: « پوځي ځواک خپل محدودیت لري او موږ دغه څه په واضح ډول په افغانستان کې ولیدل. د سپټمبر نهمې او یوولسمې له بریدونو وروسته، افغانستان ته ورتګ غوره پرېکړه وه او زموږ دغه پوځي مداخلې د ملګرو ملتونو واضح دستور له ځان سره درلود او زموږ د متحدینو په منځ کې یې پراخ سیاسي ملاتړ ترلاسه کړ. موږ القاعده ډله رانسکوره کړه او د نړیوالو ترهګرو د خوندي پټنځای په توګه مو د افغانستان د بدلېدو مخنیوی وکړ. له همدې کبله زموږ ماموریت هلته بې ګټې نه و.»
د ناټو سرمنشي پر پخوانیو سیاستوالو له دې کبله نیوکه کړې چې د هغه په خبره، سره متحد نه وو او د خپلې دې خبرې د توجیې لپاره یې په خورا چټکۍ د مخکېني حکومت ړنګېدل د مثال په توګه یاد کړي.
خو د نظر خاوندان بیا په افغانستان کې د ناټو ماموریت ناکام بولي او وايي، د میلیاردونو ډالرو له لګولو او عصري پوځي تجهیزاتو او امکاناتو لرلو سربېره، د یوه ثبات لرونکي او ځواکمن نظام په جوړولو کې پاتې راغلل.
د سیاسي چارو شنونکی برنا صالحي وايي: «په افغانستان کې د ناټو تړون ماموریت د یوې پراخې نتیجه ګیرۍ له پلوه ناکام و؛ ځکه چې د دې سازمان ځواکونه بریالي نه شول چې د دوی په مرسته جوړ شوي نظام او وسله والو ځواکونو له پاشل کېدو څخه مخنیوی وکړي.»
د شنونکو په باور، ناټو نه یوازې دا چې د ملت جوړونې په دعوا کې پاتې راغله بلکې د خپل حضور پر مهال یې د افغانانو ترمنځ نفاق او کرکې ته لمن وهلې او له دې لارې یې خپلو سټراتیژیکو موخو ته د رسېدو هڅه کړې.
دوی په افغانستان کې د ناټو شل کلن ماموریت او د سټولټنبرګ تر مشرۍ لاندې د ناټو ۱۰ کلنه دوره له تېروتنو ډکه بولي.
د دوی په خبره، نوموړی نه شي کولی په دغه شان څرګندونو ځان او ناټو تړون له مسوولیت خلاص کړي.
د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي: « نه یوازې دا چې په افغانستان کې یې ملت جوړونه ونه کړه بلکې داسې یو ملت یې ټوټه ټوټه کړ چې زرګونه کاله دلته موجود و. دوی د خلکو ترمنځ نفاق پيدا کړ او یو د بل پر وړاندې یې ودرول. نو ویلی شو چې ناټو نه یوازې ترهګري ماته نه کړه بلکې د افغانستان د اوسني وضعیت مسوولیت هم د دوی او امریکا پر غاړه دی.»
پخوانی دیپلومات عزیز معارج وايي: « د ناټو استازي واقعیت وايي، دوی په خپل ماموریت کې بریالي وو. د دوی د ماموریت له مخې افغانستان اشغال شو، ترهګر راوړل او وروزل شول، جګړه پیل او مدیریت شوه. دا کارونه ټول د یوه ماموریت په چوکاټ کې وشول او د ماموریت په پای کې له افغانستانه ووتل.»
د سپټمبر پر یوولسمه د امریکا پر دوو نړیوالو سوداګریزو مرکزونو او دفاع وزارت یا پنټاګون له بریدونو وروسته، ناټو ایتلاف د امریکا پر مشرۍ پر افغانستان پوځي برید وکړ او تر ۲۰ کلنې خونړۍ جګړې، میلیاردونو ډالرو لګولو او د جګړې ښکېلو غاړو ته له درنې مرګ ژوبلې اړولو وروسته، د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۳۱مه، د وروستي امریکايي سرتېري له وتلو وروسته دغه پوځي حضور ته د پای ټکی کېښود.
د ناټو له غړیو هېوادونو سربېره، دغه پوځي حضور د امریکا او ناټو سازمان د سیالو هېوادونو او جورښتونو له لوري هم چلینج شوی او سختې نیوکې پرې شوې دي.