د ټاپي پروژې د عملي کارونو له پيل وروسته، ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د کاسا زر پروژې عملي چارې هم چې له منځنۍ آسيا څخه سوېلي آسيا ته د برېښنا انرژي لېږدوي، بېرته پيل شي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي وايي، د یادې پروژې عملي کارونو پيلولو په اړه يې د پروژې له شريکو هېوادونو سره خبرې کړې او ډاډ يې ترلاسه کړی چې ډېر ژر به يې چارې پيل شي.
د نوموړی په خبره، د دې پروژې له بشپړېدو سره سم به افغانستان په کافي اندازه برېښنا ترلاسه او د کابل په ګډون به پر يو شمېر نورو ولايتونو هم ووېشل شي.
متقي په دې اړه وايي: « همدارنګه داسې یو باور رامنځته شوی چې د سیمې هېوادونه ورځ تر بلې رامخته کېږي. لکه څرنګه چې د یو شمېر لویو پروژو کارونه پيل شول، همداسې به د کاسا زر او افغان ټرانس پروژو عملي کارونه هم ډېر ژر پيل شي.»
په ورته مهال د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، د کاسا زر پروژې د عملي چارو له پیل سره به ډېرو کسانو ته د کار زمینه هم برابره او په کور دننه به د صنعتکارانو ستونزې هم حل شي.
دوی وايي، د دې پروژې په بشپړېدو سره به هغه پانګوال هم بېرته هېواد ته را ستانه او پانګونه به وکړي چې له هېواده بهر يې پانګونه کړې.
د اقتصادي چارو کارپوه محمد یونس ځدراڼ وايي: « په افغانستان کې د برېښنا انرژۍ د کمښت له امله ډېر کله د ازبېکستان او تاجیکستان په وارداتي برېښنا کې ستونزې راځي، خو له کاسا زر سره به دا ستونزې هوارې شي او خلک به ارزانه برېښنا ترلاسه کړي.»
ځېنې نور بیا وايي، اوس مهال په ټول هېواد کې امنیت د ډاډ وړ دی، نو د کاسا زر پروژې په پلي کېدو سره به نورو پروژو ته هم لاره هواره شي.
دوی له سرپرست حکومت څخه د یادې پروژې د عملی کارونو د ژر پيلولو غوښتنه کوي.
د اقتصادي چارو کارپوه نورالله عزیز په دې اړه وايي: « که چېرې کاسا زر پروژه تطبیق شي، له دې سره به سوېلي آسیا ته د افغانستان له لارې برېښنا لاړه شي. په دې پروژه کې به نه یوازې افغانستان ته برېښنا ورکړل شي بلکې د ټرانزیت په برخه کې به هم افغانستان ته اقتصادي ګټه راوړي. دا پروژه به نه یوازې د افغانستان خلکو ته د کار زمینه برابره کړي بلکې د نورو پروژو له تطبیق سره به هم مرسته وکړي.»
کاسا زر له قرغيزستان او تاجیکستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا د لېږد لویه پروژه ده. د کاسا زر پروژه له منځنۍ آسیا د شېرخان بندر له لارې د افغانستان شمال ته داخلیږي او بیا له کندز، بغلان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، لغمان او ننګرهار ولایتونو څخه په تېرېدو سره، خيبرپښتونخوا او پاکستان ته اوړي.
د دې پروژې ټول لګښت ۱.۱۷ میلیارده ډالر اټکل شوی چې په تېر کې نړیوال بانک د دغو پیسو د ورکړې ژمنه کړې وه. د یادې پرژوې له بشپړېدو سره به هر کال افغانستان ته ۷۵میلیون ډالر د ټرانزیټ حق هم ورکول کېږي.