له افغانستانه د امريکا او ناټو ځوکونو د وتلو مساله لا هم جنجالي بحث دی او د بېلابېلو توجيحاتو په وړاندې کولو سره، د يادو ځواکونو د مسوولانه وتلو په اړه قناعت نه دی حاصل شوی.
تازه د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ هم چې تر راتلونکي اکټوبر میاشتې يې دنده پای ته رسېږي، له افغانستانه د امريکا او نورو بهرنيو ځواکونو د وتلو له پرېکړې دفاع کړې.
سټولټنبرګ ويلي، افغانستان ته د بهرنيو ځواکونو تګ د ملګرو ملتونو له ځانګړي امر سره سم شوی او هلته یې له ترهګرۍ سره له مبارزې سربېره په افغانستان کې د یوه داسې ولسواک او متحد حکومت جوړونه هدف و چې د ټولو حقونه په کې په مساوي بڼه خوندي وي.
هغه زیاته کړې: « کله چې ما په ۲۰۱۴ کې د ناټو سرمنشي په توګه دنده پيل کړه، پلان وو چې په افغانستان کې خپل نظامي حضور په راتلونکو څو کلونو کې پای ته ورسوو او بڼه یې سياسي مشارکت ته واړوو، خو اووه کاله وروسته زموږ زرګونه سرتېري لا هم هلته وو. هغه څه چې د ترهګرۍ پر ضد د عملياتو په توګه پيل شول، په لويه پيمانه د ملت جوړولو پر يوه ماموريت بدل شول.»
نوموړی ادعا کوي چې بهرنيو ځواکونو په افغانستان کې د حضور پرمهال القاعده کمزورې کړه او دغه راز يې دغه هېواد د ترهګرۍ پر ځالې له بدلېدو وژغوره او په خبره يې له همدې کبله ياد ماموريت بې ځایه نه و.
هغه زیاتوي: « له ۲۰ کلونو وروسته هم موږ په جګړه کې بريالي نه وو. طالبان د ځواک زياتوالي په حال کې وو او هلته داسې يو موټی او متحد سياسي چارواکي نه وو چې کله موږ له دې هېواده ځو، مسووليت واخلي. دې واقعيت چې افغان حکومت او امنيتي ځواکونه ژر وپاشل شول وښوده چې ولې دا ښه وه څو له دې هېواد ووځو.»
خو د پوځي چارو کارپوهان له افغانستانه د ناټو او مريکايي ځواکونو د وتلو پر ډول نيوکې لري او زياتوي چې د يادې طرحې پلې کولو په پايله کې افغانان زيانمن شول.
د پوځي چارو کارپوه اختر محمد راسخ وايي: « زموږ هرڅه چور شول او د حکومتوالۍ سیسټم له بېخه ونړېد. د دې لامل د ناټو تړون کمزوری او ناکام مدیریت و. د دوی بل ناسم کار دا و چې د خپلو مخالفینو د ځپلو لپاره یې تر مختلفو بیرغونو لاندې ډلې ټپلې جوړې کړې.»
ځېنې نور بیا د افغان سولې پروسې بريالي کول او په پايله کې يې د یوې جامع هوکړې له مخې د يوه ټولګډونه حکومت رامنځته کول، د بهرنيو ځواکونو د مسوولانه خروج اساس بولي.
د دوی په خبره، اوس چې دغه هدف نه دی ترلاسه شوی، نو سرپرست حکومت دې په خپل ابتکار د افغانانو د اجماع پر بنسټ راتلونکي سياسي جوړښت رامنځته کېدو ته زمينه برابره کړي.
د سیاسي چارو کارپوه فیض محمد ځلاند وايي: « ناټو او نورو ملګرو یې نه غوښتل په افغانستان کې د خلکو له هوکړې سره سم یو حکومت رامنځته شي، ځکه خو نا مسوولانه ووتل. اوس موږ افغانانو او سرپرست حکومت ته مسوولیت راجع دی چې له یو بل سره کېني او د یوې ملي اجماع په ترڅ کې خپل دولت ته یو لرلید وټاکو.»
د نړيوالې ټولنې په شمول د افغانستان مطرحو سياسي څېرو هم د ستونزې اساسي حل لپاره د بين الافغاني ډيالوګ پر بيا پيلولو ټينګار کړی، خو سرپرست حکومت د يادې پروسې په تړاو تر اوسه روښانه دريځ نه دی څرګند کړی.