د دولتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرامونو په لړ کې دا ځل سترې محکمې د تېر یوه کال فعالیتونه او لاسته راوړنې د رسنيو له لاري له ولس سره شریکې کړې.
د سترې محکمې چارواکې وايي، په تېر یوه کال کې یې نږدې ۲۰۰ زره قضيې څېړلي او په ټولو کې شرعي احکام پلې شوي دي.
دوی زياتوي، يادو قضيو ته د رسېدنې ترڅنګ يې د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې د خلکو د اصلاح په موخه یو شمېر مجرمین په درو وهلي، ترڅو د نورو لپاره عبرت شي.
د سترې محکمې اداري مرستیال عبدالمالک حقاني وايي: « اسلامي عدالت د خلکو د اصلاح لپاره الهي قوانین او نبوي هدایاتو تعذیرات مقرر کړي دي. د اسلامي نظام اصلي هدف د خلکو اصلاح، د انفرادي او ټولنیز ژوند سمون، د دنیا او آخرت د فلاح لپاره د شرعي قوانینو وضع او پلي کول دي.»
حقاني اعتراف کوي چې پر درو د مجرمینو وهل د حکومت د پرمختګ لار نه ده، خو زياتوي چې له دې کار یې يواځېنی هدف د خلکو اصلاح ده.
د سترې محکمې نور چارواکي وايي، د سرپرست حکومت مشرتابه د حکم پر اساس يې په تېرو دوو اخترونو کې له ۲ زرو زيات بندیان له زندانونو آزاد کړي او شاوخوا د ۱ زر او ۹۰۰ کسانو د بند موده يې کمه کړې ده.
د سترې محکمې د جزايي دېوان ریيس مفتي عتيقالله دروېش وايي: « د امیرالمؤمنین له حکم سره سم، د کوچني او لوی اختر په مناسبت ۲ زره ۳۰۴ تنه بندیان له زندانونو خوشې شوي او ۱ زره ۹۲۰ تنو بندیانو د بند په موده کې تخفیف ورکړل شوی دی.»
که څه هم د سترې محکمې له چارواکو وپوښتل شول چې په تېر کال کې پر څو کسانو د اعدام او قصاص حکم پلی شوی او څومره کسانو پر درو وهل شوي، خو د رسنیو دغو پوښتنو ته یې روښانه ځواب ورنه کړ.