ملګرو ملتونو په خپل تازه درې میاشتني راپور کې ادعا کړې چې په افغانستان کې امنیتي پېښې د تېر۲۰۲۳ کال پرتله ۵۳ سلنه زیاتې شوې دي.
راپور کې د روان زیږدیز کال د مې میاشتې له ۱۴مې د جولای تر ۳۱مې پورې د افغانستان امنیتي وضعیت اروزل شوی او په کې راغلي چې په دې موده کې د تېر کال پرتله د وسله والو بريدونو، د ځمکو پر سر شخړو او بمي چاودنو پېښې زیاتې شوې دي.
په راپور کې راغلي، د افغانستان په پلازمېنه کابل کې ۴۸ امنیتي پېښې رامنځته شوې چې تر نورو برخو زیاتې دي، ورپسې په لوېدیځ، شمال ختیځ، شمال او سوېل کې په ترتیب سره ۱۵، ۱۱ او ۲ امنیتي پېښې ثبت شوې دي.
د راپور یوه برخه:« د مې له ۱۴مې د جولای تر ۳۱مې پورې د طالبانو مخالف وسله وال د پام وړ لاسته راوړنې نه لري، خو د طالبانو حکومت ته یو ګواښ دی. په بامیانو، کابل، کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې د ځمکو پر سر له شخړو سربېره د بمي چاودنو او هدفي بریدونو په ګډون ۲ زره ۱۲۷ امنیتي پېښې رامنځته شوې چې د تېر کال پرتله ۵۳ سلنه زیاتوالی ښيي.
د دې ترڅنګ، راپور ويل شوي چې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د ناچاوده توکو موجودیت د ماشومانو په ګډون لسګونه افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې.
د راپور یوه برخه :« نا چاوده توکو د ۲۶ ماشومانو، ۷ نارینه وو او ۶ ښځو او نجونو په ګډون ۳۹ تنه وژلي او د ۳۷ ماشومانو، ۱۴ نارینه وو او ۱۲ ښځو او نجونو په ګډون يې ۶۳ نور ټپیان کړې دي.»
د سرپرست حکومت چارواکي وايي، د ملګرو ملتونو د دغه راپور ټولې ادعاوې ګوري او ترکتنې وروسته به یې په اړه نظر څرګند کړي.
دوی له دې وړاندې د ملګرو ملتونو ټول امنیتي راپورونه له موجوده حقایقو لرې بللي او د یاد سازمان له لوري یو اړخیزې ارزونې یې ګڼي.
بله خوا د سیاسي چارو کارپوهان وايي، ملګرو ملتونو تل د سترو قدرتونو د اهدافو لپاره کار کړی او د هغوی تګ لارې یې تعقیب کړي او له همدې کبله يې ډېری موندنې له حقایقو لرې دي.
د سیاسي چارو کارپوه او پخوانی ډیپلومات عزیز معارج وايي: « ملګري ملتونه تل د غربي نړۍ او زبرځواکو هېوادونو پروګرامونه پلي کوي، ځکه هغوی جوړ کړي او بودیجه ورکوي. کله چې دغه هېوادونه کوم پروګرام ولري، وړاندې له پلي کولو یې ملګري ملتونه بې بنسټه راپورونه جوړوي ترڅو د هغوی پروګرامونو ته یو بستر هوار او زمینه ورته برابره کړي. که چېرې وايي ، په افغانستان کې امنیتي پېښې ۵۳ سلنه زیاتې شوې، مانا یې دا ده چې افغانستان کې جګړه ده او خلک په کورونو کې ناست دي، حال دا چې برعکس ۳ سلنه پېښې هم په افغانستان کې نه شته.»
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا به د چهارشنبې پر ورځ په دې سازمان کې د افغانستان امنیتي وضعیت په اړه امنیت شورا ته مالومات وړاندې کړي.