Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حقاني: په دولتي ادارو کې باید مسلکي کسان وګومارل شي

حقاني: په دولتي ادارو کې باید مسلکي کسان وګومارل شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/16

د ازموینو ملي ادارې سرپرست شیخ عبدالباقي حقاني وایي، که په دولتي ادارو کې مسلکي یا اهل کسانو ته ونډه ور نه ‌کړل شي، ښایي ګڼ خلک په خپلو اولادونو زده ‌کړې ونه کړي.

نوموړی حالاتو ته په کتو، په حکومتي ادارو کې مسلکي کسانو ته د دندو ورکول یوه اړتیا ګڼي او په خبره یې دغه کار راتلونکي نسل ته مثبته انګېزه ورکولی شي.

 حقاني دغه څرګندونې د حکومت د رسینو مرکز کې د پوهنې وزارت او د ازموینې ملي ادارې ګډې مطبوعاتي غونډې ته وکړې.

حقاني زیاته کړه: « که واکمن نظام په دواړو برخو کې ولس ته عملي قناعت ور نه کړي، که د ولس د اولادونو د استعداد او لیاقت لحاظ ونه کړي، په ازموینه کې له عدل او انصاف کار وا نه خلي، حکومتي دندو او منسبونو ته اهل کسان وړاندې نه کړي، نو بیا ولس د خپلو اولادونو د روزنې لپاره حوصله نه کوي او له زده کړو یې وباسي او د وخت پر حاکم نظام بې باوره کېږي.»

حقاني دغه راز په کابل کې د پوهنې وزارت د اداري او ښوونکو اړوند ۸ زرو بستونو آزاد رقابت ته سپارلو په ګډه مطبوعاتي غونډه کې د خبرو پرمهال زیاته کړه، په حکومتي کچه باید هڅه وشي چې د ښوونکو معاشونه لوړ شي، تر څو مسلکي کادرونه دغو بستونو ته راشي.

د پوهنې وزارت چارواکو دغې غونډې ته وویل، د هېواد په ښوونځيو کې د ښوونکو د کمښت له کبله اړ شول چې څه باندې ۸ زره بستونه د آزاد رقابت له لارې اعلان ته ورکړي ترڅو وړ کسان ومومي.

 د دغه وزارت د چارواکو په خبره، د یادو کسانو په ګومارلو سره به هېواد کې د ښوونکو د تشکیل ستونزه هم یو څه حل شي.

د پوهنې وزارت د تضمین کیفیت مرستیال عبدالخالق صادق وايي: « زموږ ګڼ شمېر ښوونځي د ښوونکو، اداري کارکوونکو او تشکیل له کمښت سره مخامخ دي. په تېرو ۲۰ کالو کې دې برخې ته کار نه دی شوی خو نن د پوهنې وزارت په ۲۴ ولایتونو کې ۸ زره بستونه اعلان ته سپاري چې په دې سره به د ښوونځیو اداري او تدریسي مشکل رفع شي.»

همدارنګه، د پوهنې وزارت چارواکي وايي، د دې وزارت اړوند پنځم او شپږم اداري بستونه او د ښوونکو اړوند بستونه د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې اعلان ته سپارل کېږي.

دوی  له خلکو غوښتنه وکړه چې د یادو بستونو لپاره نوملیکنه وکړي.

 د پوهنې وزارت چارواکو زیاته کړه، هڅه کوي په هېواد کې د ټولو ماشومانو لپاره په برابر ډول د زده ‌کړو زمینه برابره کړي.

د پوهنې وزارت عمومي اداري رییس محمد یوسف ثاقب وايي: « د کابل ښار او ولایتي مرکزونو لپاره دغو بستونو ته نوم لیکنه کوونکي کسان باید لږترلږه له ۱۴م ټولګي فارغ وي یا په اسلامي زده کړو کې د دې معادل سند ولري. په ولسوالیو کې دغو بستونو ته نوم لیکنه کوونکي کسان باید له دوولسم ټولګي فارغ وي یا د دې معادل د اسلامي زده کړو سند ولري.»

د پوهنې وزارت د تضمین کیفیت مرستیال عبدالخالق صادق وايي:« پوهنیزې ادارې په هر نظام او اداره کې د فلټر مثال لري. هر هغه څوک چې له دې فلټر څخه ووځي هغه به صاف وي او خدمت به کولی شي. »

اوږدو جګړو پر نورو برخو سربېره د افغانستان د پوهنې سکټور هم سخت ځپلی او په لویو ښارونو سربېره، ولسوالیو او کلیو کې شاوخوا درې میلیونه ماشومان لاهم له زده کړو بې برخې دي.

د پوهنې وزارت پوهنیز سکټور ته د وده ورکولو ډاډ ورکوي او وايي، په دې برخه کې شته ستونزې به هوارې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist