د کړکېچ نړیوالې ډلې راپور ورکړی چې په سومالیا کې مالي سرچینو ته د داعش پراخ لاس رسي په ټوله افریقا کې د دې ډلې ګواښونه زیات کړي او دغه مرستې په افغانستان کې هم د داعش تر خراسان ډلې پورې رسېدلې دي.
راپور کې ادعا شوې چې په سومالیا کې د داعش حضور د ټولې نړۍ لپاره ګواښ زیاتوالی شي.
د راپور له مخې، د سومالیا د بوساسو ښار په پوتن لنډ سیمه او شمال ختیځ کې د سرو زرو استخراج او کاروبار داعش ډلې ته پراخ مالي امکانات په لاس ورکړي.
د راپور په یوه برخه کې د امریکا د موندنو له مخې، هغه اټکل هم یاد شوی چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې په سومالیا کې داعش ډلې شاوخوا ۶ میلیونه ډالره ترلاسه کړي دي.
د راپور یوه برخه :« په سومالیا کې داعش د دې ډلې د یوې مهمې څانګې په توګه راڅرګند شوی. د داعش سومالیا څانګه د مالیاتو او کانونو له لارې ډېرې پیسې تر لاسه کوي او له دې لارې په افغانستان او افریقا کې د خپلو پلویانو مالي ملاتړ کوي.»
سرپرست حکومت د کړکېچ نړیوالې ډلې د دې راپور په اړه څه نه وايي، خو له دې وړاندې یې په کراتو ویلي چې د داعش خراسان څانګه په افغانستان کې په کافي اندازه ځپل شوې او سر پورته کولو ته نه پرېښودل کېږي.
بله خوا، د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، د نړۍ زبرځواکونه ظاهراً دغه ډله نړیوال ګواښ ګڼي خو په اصل کې همدا ډلې د نړیوالو قدرتونو د اهدافو لپاره رامنځته شوې دي.
دوی ټینګار کوي، افغان ولس او سرپرست حکومت باید له تېرو تجربو پند واخلي او د خپل هېواد د دایمي ثبات او امنیت لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.
د دوی په خبره، باید اجازه ورنه کړل شي چې د نړۍ استخبارات بیا له جنګ وتلي افغانستان کې خپل اهداف تعقیب کړي.
د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي: « دا د لویو نړیوالو مافیايي کړیو کار دی چې مختلفې ډلې جوړې کړ ي او د بل ځای ریفرنس ورکړي. ملګري ملتونه، د بشري حقونو ادارې او د بحران نړیوالې ډلې په څېر ادارې ټول د نړیوالو قدرتونو د اهدافو لپاره جوړ شوي. دغو ادارو او ډلو ته دنده ورکول کېږي چې د داعش ډلې یا نورو ډلو لپاره تبلیغات وکړي.»
ورته مهال، ځينې نور بیا پر یو شمېرهېوادونو او نړیوالو سازمانونو نیوکه کوي چې د خپلو سیاسي اهدافو لپاره دې نړیوالې ټولنې ته د افغانستان ناسم انځور نه وړاندې کوي او د ځمکنیو واقعیتونو پر بنسټ دې قضاوت وکړي.
د سیاسي چارو کارپوه خلیل احمد نادم وايي: « که امریکا ده که نور هېوادونه، بدبختانه له دغو ډلو سیاسي ګټه پورته کوي، ترڅو په افغانستان کې مداخله وکړي او پر واکمن حاکمیت فشار راوړي.»
د سیاسي چارو کارپوه محمد زلمی افغانیار وايي: « د سیمې او نړۍ هېوادونه او نړیوال سازمانونه، د حکومتوالۍ په برخه کې د خپلو ستراتیژيکو اهدافو د تعقیب په موخه ځینې پیغامونه خپروي. که چېرې په واقعیت کې دغه موضوعات د هغوی لپاره ارزښت لري، د هغو وسله والو ډلو پر وړاندې باید هم غږ پورته کړي چې افغانستان ته راځي او خلک وژني.»
د کرکېچ نړیواله ډله په خپل وروستي راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ خپور شوی، په سومالیا کې له داعش سره مبارزه سخته او له خنډونو سره مخامخ بللې او وايي، په دې هېواد کې د شته ډلو ترمنځ خپلمنځي اختلافونو د داعش ډلې نفوذ زیات کړی او د جنګیالیو شمېر یې ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دی.