د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱نېټه چې د افغانستان په سیاسي تاریخ کې ترټولو لویه پېښه یادیږي، دا مهال پرې دوه لسیزې تېریږي، خو لایې هم اغېز په افغان ولس او ځانګړې توګه ښځو باندې لیدل کیږي.
پوره ۲۳ کاله وړاندې امریکا د یوه نړیوال ایتلاف پر مشرۍ په افغانستان کې د القاعده شبکې له منځه وړلو لپاره برید وکړچې په پایله کې یې پر افغانستان واکمن د اسلامي امارت لومړی حکومت رنګ او پر ځای یې په افغانستان کې د حامد کرزي پر مشرۍ اسلامي جمهوري نظام واک ته ورسید.
د ښځو حقونو فعالانې وایي، د تېرجمهوري نظام پر مهال په افغانستان کې ښځو ته په نسبي ډول آزادي ورکړل شوه، زرګونه نجونې له ښوونځیو او پوهنتونونو فارغې شوې او ښځو وکولی شول په بېلابېلو برخو کې تخصصي خلا ډکه کړي.
د ښځو دحقونو فعاله ثریا پیکان وايي: « په تېرو دوو لسیزو کې ۳۰ سلنه ښځې بریالۍ شوې چې په نسبي ډول زده کړې وکړي، د تخصص او شغل څښتنانې شي او حتا په سیاسي او حقوقي برخو کې فعاله ونډه ولري. خو د جګړو له امله د کلیو او لرې پرتو سیمو ښځو ونه شو کولی چې له دې فرصت څخه ګټه واخلي، یا هم دوی ته دغه شان فرصتونه برابر نه شول.»
پیکان وايي، په تېرو ۲۰ کلونو کې افغان ښځو د حکومتي تشکیلاتو۳۰ سلنه جوړول؛ په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د شتون پرمهال، افغان ښځو په حکومتي ادارو، خصوصي سکټور او لسګونو بهرنیو موسسو او نړیوالو ادارو کې کار کاوه.
په ورته وخت کې پیکان افغانې ښځې د افغانستان د تاریخ د سیاسي پېښو ښکار ګڼي او په باور یې، تېرې دوه لسیزې د افغان ښځ، لپاره سمبولیکې او د لنډ مهاله ملاتړ کلونه وو.
هغه زیاتوي: « زه هیله لرم چې محدودیت وضع کوونکي فرمانونه د افغانانو او په ځانګړې توګه د ښځو د استعداد مخه ونه نیسي. اوسنی حکومت باید په دې برخه کې خپل مسوولیت اداء کړي او اجازه ورکړي چې ښځې له خپلو اسلامي او انساني حقونو څخه برخمنې شي.»
طبي زده کړې چې د افغان ښځو لپاره ډېرې اړینې یادیږي، په افغانستان کې په ۱۹۵۰ کال د ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال پيل شوې او ښځو وکولی شول په روغتیایي سکټور کې کار وکړي.
خو له همدې نېټې نیولې د اسلامي امارت تر لومړۍ دورې پورې د بېلابېلو سیاسي بدلونونو له امله د نجونو زده کړې او د ښځو کار له ستونزو سره مله وو.
یوشمېر ډاکټرانې وایې، د تېر جمهوري نظام پرمهال که څه هم ستونزې وې خو حکومت وکولی شول په یاده برخه کې د ښځو په ملاتړ سره زرګونه متخصصې ډاکټرانې وروزي.
د دوی په اند، که څه هم په تېرو درېیو کلونو کې د اسلامي امارت له خوا په نسبي ډول کار شوی او ښځینه ډاکټرانې لاهم په روغتیایي سکتور کې فعاله ونډه لري، خو په وینا یې د نجونو پر وړاندې د لوړو زده کړو محدودیت او له هېواده د ښځینه ډاکترانو وتل هغه عوامل دي چې هېواد یې د ښځینه متخصصانو له کمښت سره مخ کړی.
د نسایي ولادي برخې متخصصه ډاکټره شینکۍ وردګ وايي: « هغه مهال هرکال د تخصص ازموینه اخیستل کېده چې په کې تر ۳۵۰ تنو جذبېدل. موږ هر کال له پوهنتونونو څخه فارغان درلودل او تازه نفسه ډاکټران راتلل. که څه هم اوس د تخصص ازموینه شته خو له پوهنتونونو فارغان نه لرو. درې کاله کېږي چې له معالجوي طب څخه هېڅ ښځینه فارغان نه لرو او دا چې موجوده ډاکټران به تر کومه خپل فعالیت ته ادامه ورکړي، څرګنده نه ده.»
ځېنې نورې بیا وايي، له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ کاله افغان ښځو د علم، اقتصاد، سیاست او ټولنیزو ستونزو بېلابېل پړاوونه تېر کړي او په افغانستان کې د سیاسي بدلونونو تر ټولو دروند اغېز پر ښځو لیدل کیږي.
د دوی په اند، په تېرو دوو لسیزو کې ښځو ته د کار زده کړو او بیان د آزادۍ بشپړ حق ورکړل شو خو برعکس د تېرو درېیو کالو په اوږدو کې ډېر څه ترې واخیستل شول.
په هېواد کې د نجونو پر زده کړو محدودیت او له کاره د ښځو منع کول هغه مسایل دي چې اوسنی سرپرست حکومت یې له نیوکو سره مخ کړی.
سرپرست حکومت دغه محدودیتونه اوږدمهاله نه ګني او ټینګار کوي چې ښځو ته خپل اساسي حقونه په ښه شکل ورکړل شوي دي.