ټاپي یا د ګاز لېږدونې هغه نل لیکه چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې یې عملي چارې د مختلفو لاملونو له امله ځنډېدلې وې، د چهارشنبې پر ورځ د (۱۴۰۳ کال د وږي پر ۲۱ مه) یې د عملي کارونو د پرانیستې یې د افغانستان او ترکمنستان د لوړپوړو چارواکو له لوري ترسره شول.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، له ټاپي پروژې سره همهاله به د اورګاډي پټلۍ د غځولو، نوري فایبر او د برېښنا اړوند ټاپ پروژې چارې هم پیل شي.
د مجاهد په خبره، د ټاپي پروژې په تطبیق سره به سیمه يیز اتصال رامنځته او په افغانستان کې به د ګازو او انټرنېټ خدمتونو بیې د پام وړ راټیټې شي.
هغه زیاتوي: « له نن وروسته به د ټاپي پروژې عملي چارې د افغانستان په خاوره کې پيل کېږي. د دې پروژ لومړی فاز تر هرات ولایت پورې دی چې له رسېدو سره سم به ګاز په کې راخوشې شي او د افغانستان خلک به ترې ګټه اخلي او دغه راز قیمت به یې هم ډېر ارزانه وي.»
مجاهد د ټاپي پروژې د عملي چارو د پیل په برخه کې د ترکمنستاني چارواکو هڅې ستايي او له ترکمنستان سره د رغنده دوه اړخیزو اړیکو غوښتنه کوي.
د مجاهد په خبره، د ټاپ پروژې یوه برخه د نورالجهاد سب سټېشن پروژه ده چې له ترکمنستان څخه برېښنا افغانستان او پاکستان ته لېږدوي او په هرات کې یې د لومړی فاز چارې پیل شوې دي.
هغه زیاتوي: « د نور الاجهاد سب سټېشن د ټاپ پروژې یوه برخه ده. دا د هېواد یوه بله اساسي پروژه ده چې د برېښنا انرژي له ترکمنستان څخه افغانستان او بیا پاکستان ته لېږدوي. د دې پروژې یوه برخه په هرات ولایت کې پلې شوه او له مخې یې نن د نور الاجهاد سب سټېشن په کار پیل وکړ او دغه ولایت ته به برېښنا ورکړي.»
د ټاپي پروژې له بشپړېدو وروسته به افغانستان په کلني ډول تر۴۵۰ میلیون ډالرو ټرانزیټي محصول ترلاسه کوي.
د ټاپي په نوم د ګازو لېږدونې په دې پروژه کې ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان ګډون لري؛ ټول اوږدوالی یې څه باندې ۱۸سوه کیلومټره ښودل شوی چې ۷۳۵ کیلومټره یې د افغانستان په خاوره کې تېرېږي.
د اقتصادي چارو کارپوهان د ټاپي او نورو لویو پروژو بشپړېدل د هېواد لپاره د اقتصادي ثبات په برخه کې لوی پرمختګ ګڼي.
د دوی په خبره، دغه ډول پروژې به د کارموندنې، صنعت او سوداګرۍ په وده کې مهم رول ولري.
د اقتصادي چارو کارپوه محمد آصف ننګ وايي: « تر ټولو مهمه دا ده چې ټاپي د افغانستان د ثبات پروژه او د سیمه ییز اتصال کړۍ ده. سره له دې چې په کال کې تر ۵۰۰ میلیونه ډالرو عواید راوړي، افغانستان ته به ګاز هم ورکول کېږي.»
د ګازو لېږدونې دغه نل لیکه به د هرات، فراه، هلمند او کندهار له لارې پاکستان ته تېرېږي چې ورسره به په دغو ولایتونو کې زرګونو کسانو ته د کار فرصتونه هم برابر شي.