Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ناروې کې د افغانستان سفارت تړل کېږي

ناروې کې د افغانستان سفارت تړل کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/11

وروسته له هغې چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په نړۍ کې د یو شمېر افغان سفارتونو له خوا وېشل کېدونکي اسناد بې اعتباره اعلان کړل، دا دویم افغان سفارت دی چې په اروپايي ټولنه کې تړل کېږي.

 له دې وړاندې د بریتانیا په پلازمېنه لندن کې د افغانستان سفارت د روانې سپټمبر په ۲۷مه د خپلو فعاليتونو درولو اعلان وکړ او ورپسې د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د افغانستان سفارت ورته اعلاميه خپره کړه او وايي، دا سفارت به هم وتړل شي.

په اسلو کې د افغانستان سفارت ويلي، د ناروې دولت د پرېکړې پر بنسټ به د سپټمبر په ۱۲مه نېټه په اوسلو کې خپل فعاليتونه په بشپړه توګه ودروي او د سفارت ودانۍ چې د افغانستان ملکيت دی، د مراقبت لپاره د امانت په توګه د ناروې دولت ته وسپاري.

د خبرپاڼې یوه برخه:« د کوربه هېواد د رسمي غوښتنې پر بنسټ دغه استازولي خپل فعاليتونه د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په ۱۲مه نېټه دروي او د موجوده طرزالعملونو پر اساس د دې استازولۍ جايداد او ټول منقول او غير منقول توکي تر هغو د ناروې هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته سپارل کېږي چې په افغانستان کې د خلکو د ارادې پر اساس يوه مشروع نظام رامنځته شي.»

د سرپرست حکومت چارواکو تر اوسه د ناروي د دې پریکړې په اړه څه نه دي ویلي، خو د سیاسي چارو شنونکي وايي، د یو شمېر هېوادونو دا ډول پرېکړې به د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندنه کې ستونزې نورې هم زیاتې کړي.

دوی وايي، سرپرست حکومت ته په کار ده چې په داسې حساس وخت کې له هېوادونو سره اړیکې ټينګې کړي ترڅو د دوی پر وړاندې شته ننګونې راکمې شي.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الرحمن شمال وايي: « په اروپايي هېوادونو کې په پرله پسې توګه د افغانستان د سفارتونو بندېدل په تېرو درېیو کالو کې د افغانستان د اوسني حکومت په رسمیت نه پېژندل کېدو پورې اړه لري او بله دا چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اروپايي هېوادونو ته لیکونه استولي چې په دې اړه ګام پورته کړي. دغه کار په نړیواله کچه د افغانستان حیثیت ته زیان اړوي.»

ورته مهال، ځینې نور د ناروې دغه پریکړه د اندېښني وړ بولي او وايي، ځېنو هېوادونو کې د افغانانو پر وړاندې شته ستونزو ته په کتو، ښايي په اروپايي هېوادونو کې د افغان سفارتونو له تړل کېدو سره، هلته مېشت افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ شي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « له دې کار سره په اروپايي هېوادونو کې مېشت افغانان له ستونزو سره مخامخ کېږي. افغانان له څو لسیزو راهیسې په ستونزو کې ښکېل دي، خو اټکل دی چې دا سفارتونه به په لنډه موده کې بېرته فعال شي.»

د روان کال په اکټوبر کې سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت چارواکو په یو شمېر اروپايي او امریکايي هېوادونو کې د افغانستان د سفارتونو له خوا کونسلي چارې بي اعتباره اعلان کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist