Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اسلامي امارت مشرتابه له لوري ۱۱ ادارو کې نوې ګومارنې شوي

د اسلامي امارت رهبر مسوولینو ته؛ له ظلم ډډه وکړئ او حق حقدار ته وسپارئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/11

د اسلامي امارت رهبر د خپلو ولایتي سفرونو په دوام بلخ ولایت ته رسېدلی او هلته یې د يوې غونډې پرمهال له ځايي چارواکو او ديني عالمانو سره ليدلي دي.

نوموړي مسوولانو ته په خطاب ویلي،  د اسلامي نظام د ساتلو لپاره هڅې وکړئ او د ده اوامر دې لومړی پر ځان او بیا پر نورو خلکو عملي کړي.

هبة الله اخوند زاده زیاته کړې، ديني علما او چارواکي دې په خپلو کې يووالی ټینګ کړي او د مشرتابه له حکمونو په اطاعت سره دې خپلمنځي اختلافونه د شريعت په چوکاټ کې حل کړي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « امیرالمؤمین علما د افغاني ټولنې لارښود وګڼل او سپارښتنه یې وکړه چې د هېواد د بېلابېلو قومونو او ولسونو ترمنځ د شخړو په هواري کې له مسوولینو سره ګډ کار وکړي او دغه راز یې د هېواد ټول قومونه، خلک او مسوولین اتفاق او اتحاد ته را وبلل.»

د سیاسي چارو کارپوهان ولایتونو ته د اسلامي امارت د رهبر سفر مهم ګڼي او وایي، چارواکي باید د خلکو غوښتونو ته د لومړیتوب په ورکولو سربېره د دوی ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي، ترڅو د ملت او حکومت ترمنځ د احتمالي واټن مخنیوي وشي.

د سیاسي چارو کارپوه ادریس محمدي ځاځی وايي: « دلته عام ولس او چارواکو ته مهم پیغامونه ورکول کېږي. چارواکو ته پیغام دا دی چې باید له اختلاف او نفاق څخه لاس واخلي؛ بله خبره  دا ده چې په صادرېدونکو احکامو کې تبیعض ونه شي، یعنې دا چې یو فرمان په لویه کچه عملي کېږي خو بل ته هېڅ پاملرنه نه کېږي.»

د اسلامي امارت رهبر څو ورځې وړاندې فاریاب، سمنګان، کندز او جوزجان ولایتونو ته هم سفرونه وکړل او هلته یې له ځایي مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو سره په کتنه کې د شرعي احکامو پر پلي کولو ټینګار کړی.

یو شمېر نور کارپوهان وایي، د اسلامي امارت رهبر دې هغه غوښتنې عملي کړي چې په ولايتونو کې خلکو ترې کړې دي.

د سیاسي چارو کارپوه محمد زلمی افغانیار وايي: « د حکومتولۍ په برخه کې دغه سفرونه ډېر اغېزناک دي؛ د ملت او حاکمیت ترمنځ واټن له منځه وړي او له بلې خوا محلي چارواکي په دې پوهېږي چې خلک کولی شي جګ پوړو چارواکو ته لاسرسی ولري او د هغو کړنو په اړه شکایت وکړي چې د هېواد له ملي ګټو سره ټکر لري.»

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت رهبر له دې مخکې د شمال زون ۲۱۷ عمري قول اردو له مسوولینو او علماوو سره په کتنه کې پر اخلاص، اطاعت او تقوا ټینګار کړی و او له دوی يې غوښتې وو چې له هغو اختلافونو ډډه وکړي چې د بې باورۍ لامل کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist