د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار اوسېدونکي په دغه ښار کې د نفوس له ډېروالي او د ښار له تنګوالي شکایت کوي.
دوی وايي، ښار کوچنی او نفوس په کې ډېر دی چې له امله يې په دغه ښار کې ګڼه ګوڼه ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو ده او ان تر دې چې دوی نه شي کولی په اسانۍ سره پلی تګ راتګ وکړي.
دوی ټینګار کوي چې مسوولین باید د ښار د پراختیا لپاره جدي ګامونه پورته کړي.
د جلال آباد ښار یو اوسېدونکی وايي: «بیروبار دومره زیات دی چې ټول ښار، کوڅې او واټونه له خلکو ډک دي، حتا پیاده هم نه شو تللی. موږ له حکومت غوښتنه کوو چې د ښار د پراختیا لپاره کار وکړي.»
د ښار یو بل اوسېدونکی وايي: « په جلال آباد ښار کې له ظرفیت څخه زیات خلک اوسېږي. دا د دې لامل شوي چې ګڼه ګوڼه زیاته او لارې بندې شي او خلک له زیاتو ستونزو سره مخ شي.»
د جلال آباد ښار اوسېدونکی وايي: « جلال آباد د نفوس په پرتله ډېر کوچنی ښار دی خلک نه شي کولای په اسانۍ سره تګ راتګ وکړي یا خپل مالونه انتقال کړي. دا ستونزه په ژمي کې نوره هم زیاتېږي ځکه دلته له نورو ولایتونو څخه د تفرېح لپاره خلک راځي. دولت باید د ښار د پراختیا لپاره ګامونه پورته کړي.»
په ورته وخت کې د جلال آباد ښاروالۍ مسوولین وايي، د موجوده ښار د پراختیا لپاره د دوی هڅې جریان لري او د سرپرست حکومت له حاکمیت راهیسې یې د ښار د ځینو هغو برخو د پراختیا لپاره ګامونه پورته کړي چې د ښار په ماسټرپلان کې شامل دي، خو د خلکو له خوا غصب شوي وو.
د جلال آباد ښاروالۍ ویاند بختي جان مراد وايي: « د ښار ۹۰ سلنه ساحې له پلان سره سم خلاصې شوې. د زاړه ښار ساحه د تجارتي بلاکونو ساحه وه او د ټرافیکي ریاست ترڅنګ یو سړک و چې له ډېرو کلونو راهیسې ورک و، خو ښاروالۍ پرې کار وکړ او اوس یې د جوړېدو کارونه روان دي.»
د ننګرهار ځمکو او ښار جوړونې ریاست مسوولین بیا وايي، د جلال آباد ښار د پراختیا په موخه دوی پر هغه ۴۴ زره جرېبه ځمکه کار پیل کړی چې په ۱۳۹۲ کال ماسټر پلان کې د دې ښار لپاره منظوره شوې وه.
دوی زیاتوي، دغه ځمکه د ښار په ختیځه برخه کې موقعيت لري چې د روداتو ولسوالۍ یو شمیر سیمې هم په کې شاملې دي.
د ننګرهار ځمکو او ښار جوړونې رییس مولوي محمد نبي سعید وايي: « د ماسټر پلان له مخې ۴۴ زره جریبه ځمکه د ښار لپاره انتخاب شوې او له ډلې یې ۸ زره جریبه سروې شوې هم ده او د پاتې کار به په راتلونکي کې ترسره شي.»
د سعید په خبره، د یادې ځمکې څخه ۸ زره جرېبه یې سروې شوې او پاتې نور هم د سروې په حال کې ده او په اړوند نقشه کې یې د ښار لپاره ټولې اسانتیاوې په پام کې نیول شوي.
هغه زیاتوي: « ښار به معیاري جوړوو او هر ډول امکانات به لري. د ښار ټولې اړتیاوې په پام کې نیول شوې او جوړیږي به.»
خلک غوښتنه کوي چې مسوولین دې په خپلو دغو ژمنو له عمل سربېره، د ښار د پراختیا پرمهال خلکو ته د اوښتونکو مالي زیانونو جبران هم وکړي؛ ځکه د دوی په خبره، ولس بې وسه دی او که د ښار د پراختیا په نوم د دوی شخصي کورونه او جایدادونه له منځه ځي، باید د زیان جبران یې وشي.