د کډوالۍ نړیوالې اداره(آی.او.ایم) وايي، د زمري له ۲۸مې د روانې وږي میاشتې تر۳مې نېټې پورې د یوې اوونۍ په اوږدو کې څه باندې ۷۲ زره افغانانو خپل هېواد پرېښی.
د ملګرو ملتونو اړوند دغې ادارې د مالوماتو له مخې، په دې موده کې له بېلابېلو هېوادونو څه باندې ۶۴ زره کسان بېرته هېواد ته راستانه شوي، چې له هېواد د تللو کسانو شمېر د راستنو شویو هغو پرتله ۱۱ سلنه زياتوالی ښيي.
دغې ادارې زیاته کړې:« شاوخوا ۶۴زره ۹۵۰ افغانان له ایران او پاکستان څخه د اګست له ۱۸مې تر۲۴مې نېټې، افغانستان ته راستانه شوي دي. په همدې موده کې ۷۲ زره ۶۲۴ افغانان له افغانستان څخه دغو دوو ګاونډیو هېوادونو ته تللي چې په همدې موده کې له افغانستان څخه د وتلو کسانو شمېر دغو هېوادونو ته د تللیو هغو پرتله ۱۱ سلنه زیاتوالی ښي.»
د سیاسي چارو کارپوهان که څه هم له هېواده د افغانانو وتلو لامل اقتصادي ستونزې او د نړیوالو له لوري پر افغانستان لګول شوي محدودیتونه بولي، خو له سرپرست حکومته هم غواړي چې د دې ستونزې د هواري په موخه خلکو ته کاري فرصتونه رامنځته کړي.
د سیاسي چارو کارپوه صدیق حمید زوی وايي: « زموږ د خلکو ستره ستونزه اقتصادي مشکلات دي. نړۍ نن ورځ د اقتصادي بندیزونو او رسمیت نه پېژندلو له لارې د فشار راوړلو هڅه کوي. دا ټول هغه څه دي چې له مخې یې نړیوالو د افغانانو حقونه پایمال کړي. ویلی شو چې مهاجرت ته د افغانانو اړ ایستل هم یو قصدي عمل دی چې لامل یې په اقتصادي انزوا کې د افغانانو ساتل دی.»
د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:« حاکم نظام ته په کار ده چې د دغو ستونزو د هوارولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي، خپلو چارواکو، مسوولینو او وزیرانو ته دنده او پلان ورکړي چې د دې ستونزې رفع کولو لپاره عملي مکانیزم جوړ کړي. که وضعیت همداسې روان وي، تعلیم بند او ښځې کار ته نه پرېښودل کېږي، عدالت نه وي تأمین، خلک ګواښل کېږي او نا امني جوړېږي، نو خلک لا ډېر د هېواد پرېښودلو ته اړ کېږي چې دا بیا د هېواد پر ګټه نه دي. »
و موغوښتل د کډوالۍ نړيوالې ادارې له خوا اعلان شویو شمېرو په تړاو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نظر واخلو، خو وياند يې په دې اړه زموږ اړيکې ځواب نه کړې.
ملګرو ملتونو په وار وار په افغانستان کې د بشري ناورین او د خوراکي نا امنۍ له امله خبرداری ورکړی او ویلي يې دي، دغه وضعیت د دې لامل شوی چې افغانان د کار موندلو لپاره په ډېرو سختو لارو نورو هېوادونو ته لاړ شي.