د راپورونه له مخې، په پام کې وه چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اګست پر ۲۱مه د سرپرست حکومت د امر باالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت د نوي توشېح شوي قانون په اړه د غندنې ګډه اعلامیه خپره کړي، خو د دې شورا د غړیو هېوادونو د خپلمنځي اختلاف له امله یې مخه نیول شوې ده.
امنیت شورا په دې تړاو په يوه بيان کې د مخالفو هېوادونو نوم نه دی ذکر کړی خو ويلي يې دي چې د امربالمعروف پر نوي قانون د انتقادي اعلامیې له صادرولو سره د دې شورا د دوو دایمي غړیو مخالفت کړی او هغه یې د افغانستان کورنۍ مساله ګڼلې.
د امنیت شورا په بیان کې راغلي:« د فرانسې، امریکا او بریتانیا په ګډون د ملګرو ملتونو امنیت شورا ځینې غړي استدلال کوي، که طالبان غواړي پر رسمیت وپېژندل شي او د نړیوالې ټولنې اقتصادي مرستې ترلاسه کړي، نو باید نړیوال معیارونه ومني. خو د امنیت شورا دوه دایمي غړي بیا استدلال کوي چې د امربالمعروف قانون د افغانستان کورنۍ مساله ده او په اوس وخت کې په دې نه ارزي چې بحث پرې وشي.»
که څه هم د دې شورا په بیان کې د دوو دایمي غړیو نومونه نه دي ذکر شوي، خو داسې انګیرل کېږي چې ښایي روسیه او چین هغه هېوادونه وي چې له لوېدیځ سره د افغانستان په اړه مخالف نظر لري.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په بیان کې دا هم ویل شوي چې روسیې او چین ویلي، د بشري حقونو په شان مسایل باید افغانستان ته د بشري مرستو له موضوع سره ونه تړل شي.
د سیاسي چارو شنونکي هم په دې باور دي چې له تېرو څو لسیزو راهیسې د افغانستان په تړاو ختیځ او لوېدیځ مخالف نظرونه لري.
پخوانی دیپلومات عزیز معارج وايي: « د امنیت شورا پرېکړې ډېرې مهمې دي، ځکه د نړۍ پنځه زبرځواک هېوادونه د هغه غړیتوب لري. که کومه موضوع د دوی ټولو پر ګټه وي، موافق او که نه مخالفې رایې ورکوي. روسیه او چین یا نور هېوادونه د افغانستان اوسنی وضعیت د یوبل پر وړاندې کاروي او خپلو ګټو ته په کتو پرېکړې کوي نه د افغانستان د خلکو.»
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د نوي بیان په تړاو یو شمېر نور کارپوهان بیا د امنیت شورا د غړیو ترمنځ اختلافونه د سرپرست حکومت لپاره فرصت بللی او وایي، د افغانستان په اړه د نړۍ وېشلو نظرونو هم اوسني سرپرست حکومت ته دا زمینه برابره کړې چې په یو لړ مسایلو کې په خپلواکه توګه ګام پورته کړي.
د سیاسي چارو شنونکی ډاکټر معین ګل څمګنی وايي: « دا د افغانستان د قضیې په اړه د شرق او غرب ترمنځ بېلوالی ښيي. چین او روسیه هرکله په دې اندېښنه کې دي چې د افغناستان له لارې ورته ستونزې پېښې نه شي او خپل امنیت وساتي. چین او روسیه د افغانستان کانونه هم تر نظر لاندې لري او غواړي تر خپل کنټرول لاندې یې راولي.»
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په بیان کې همدارنګه راغلي، په داسې حال کې چې د امنیت شورا غړي په عمومي توګه د یوه آباد، سوکاله، سوله ییز او له ترهګرۍ پاک افغانستان هیله لري، خو دغه هدف ته د رسېدو لپاره د څرنګوالي په برخه کې اختلاف لري.