په خوست ښار کې د سړکونو او لښتیو جوړونې او دغه راز د ښاري ښکلا د څو پروژو کار پيل شو. ځايي چارواکي وايي، په دې پروژو به ۱۸ میلیونه افغانۍ لګښت راشي،
د چارواکو په خبره، د ښاري اسانتیاوو او پراختیا په موخه به روان کال د ښاروالۍ له خپلې بودیجې څخه ۳۲ رغنیزې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د خوست ښاروال بسم الله بلال وايي: « تېر کال موږ د خوست ښار لپاره ۷ پروژې درلودې، خو سږ کال ۳۲ پروژې لرو چې ټولیز لګښت یې ۳۹۰ میلیونه افغانۍ کېږي.»
په ورته مهال، که څه هم د خوست والي عبدالقیوم روحاني ولس ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د رغنیزو پروژو د پلي کولو ډاډ ورکوي، خو ترڅنګ یې له مسوولینو غواړي چې د هېواد د آبادۍ په موخه له شته فرصت څخه ګټه واخلي او خپلو مسوولیتونو ته دې په سمه توګه پام وکړي.
روحاني زیاتوي: « دا یو ښه فرصت دی چې موږ باید ګټه ترې واخلو. زه ټولو چارواکو ته سپارښتنه کوم، چې له خپل استعداد څخه د هېواد په آبادۍ کې ګټه واخلي.»
اخوا خوست ښاریان په ښاري برخه کې د روانو رغنیزو پروژو د هرکلي ترڅنګ ټینګار کوي چې سرپرست حکومت دې خلکو کاري فرصتونه برابر کړي او د ښاري پراختیا په برخه کې شته نیمګړتیاوو ته ژر تر ژره رسېدنه وکړي.
د خوست ښار یو تن اوسېدونکی وايي: « زه ډېر خوشاله یم چې نن د دې سړک د جوړولو کار پيل شو، په دې سړک ډېر بیروبار وي او خلکو ته ستونزې جوړوي.»
همدارنګه د خوست ښار یو بل اوسېدونکی بیا وايي: «موږ له اسلامي امارت غوښتنه کوو چې لا زیاتې پروژې په کار واچوي ترڅو خلکو ته اسانتیاوې برابرې او په کار بوخت شي.»
په خوست ښار کې دا وروستۍ پروژې داسې مهال پیل کېږي، چې ځایي مسوولین وایي د ښاري ماسټر پلان د پلي کولو په موخه به خپلو هڅو ته ادامه ورکوي او په پلې کېدو سره به شته ښاري نیمګړتیاوې هم له منځه لاړې شي.