که څه هم په تېرو درېیو کلونو کې څو ځله د افغانستان له خاورې پاکستان ته له ترکمنستان څخه د ګازو نل لیکې یا پایپ لین اړوند ټاپي پروژې د پیل په اړه خبرې وشوې، خو تر اوسه د دې پروژې عملي کار نه دی پيل شوی.
تازه د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي وايي، د ټاپي پروژې تخنيکي کارونه وروستي پړاو ته رسېدلي او ژر به یې د پیل خبر هم ورکړل شي.
د متقي په خبره، دا مهال په افغانستان کې د ټاپي پروژې د عملي کار پيل کېدو ته بشپړه زمينه برابره شوې.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست زیاته کړې: « ټاپي د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان ترمنځ د ګازو د لېږد نل لیکه ده، چې ټول اوږدوالی یې یو زر ۸۴۰ کیلو مټره دی. د دې نل لیکې ۲۱۴ کیلومټره د ترکمنستان په خاوره کې روغول شوې او د پاتې کار به له دې وروسته پيل کېږي.»
متقي دغه راز وايي، د ترکمنسان له چارواکو سره يې د هرات – تور غونډۍ ترمنځ د ريل پټلۍ پر غځولو هم هوکړه کړې ده.
د ټاپي نل ليکه، د ترکمستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هندوستان ته لېږدوي او د معلوماتو له مخې، ټولټال ۱۰ ميليارده امریکايي ډالره لګښت به ولري.
متقي وايي: « د ټاپي پروژې ټول لګښت ۱۰ میلیارده ډالر اټکل شوی. هر کال به شاوخوا ۴۵۰ میلیونه امریکايي ډالره افغانستان ته د ټرانزیټ فیس ورکوي. دا نل لیکه به د رغونې او له هغه وروسته د کارونې پرمهال د ساتنې او مراقبت په برخو کې زرګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړي.»
ټاپي پروژه له ترکمنستانه پېلېږي او د افغانستان او پاکستان له خاورې په تېرېدو سره هند ته رسېږي، چې د دې پروژې په عملي کېدو سره به زرګونه کسانو ته د کار کولو زمینې پر برابرېدو سربېره به، افغانستان په کال کې څه باندې ۴۰۰ میلیونه ډالر حقالعبور هم تر لاسه کوي.