د خوست ولایت د موسی خېلو ولسوالۍ مرغې کلي روغتیایي مرکز د جمعې په ورځ او دغه راز نورو عادي رخصتیو پرمهال تړلی وي او خدمات نه وړاندې کوي.
ځايي خلک وايي، د ۲۴ ساعته روغتیایي خدماتو نه شتون د سیمې زرګونه خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي.
د موسی خېلو ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی کیمیا ګل وايي:« دلته شاوخوا ۸۰۰ کورونه آباد دي، د دې ټولو لپاره یو داسې کلینیک دی، چې یوازې ۱۲ ساعته خدمات لري او د شپې بند وي.»
د موسی خېلو ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی هدایت الله بیا وايي « دا کلینیک نه یوازې ۲۴ ساعته خدمتونه نه لري، بلکې ډېر کله د ورځې هم بندي وي او هره جمعه رخصتي کوي.»
د موسی خېلو ولسوالۍ اوسېدونکی اسدالله وايي: «د کلینیک د رخصتۍ له امله یو ماشوم په نږدې خوړ کې وزیږېده. ډېر کسان کلینیک ته د نه رسېدو له امله په همدې خوړ کې ژوند بایلي.»
د موسی خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي همدا راز وايي، په یاده ولسوالۍ کې شته روغتیایي خدمات د خلکو اړتیا نه شي پوره کولی او د نورو اړينو برخو ترڅنګ د ښځینه ډاکټرانو نه شتون او د نسايي ولادي ناروغانو په برخه کې هم د کمرنګه خدمتونو له امله له سخت کړاو سره مخ دي.
د موسی خېلو ولسوالۍ یو تن اوسیدونکی باوري منګل وايي: « زموږ کلی د خوست له مرکز څخه ډېره فاصله لري، له همدې امله ولادي ناروغان په خپل وخت د مرکز روغتونونو ته نه شي رسېدای.»
د موسی خېلو ولسوالۍ یو اوسېدونکی عبدالله بیا وايي:« موږ هیله لرو،چې دلته د ښځو او نرسانو څانګه رامنځته، کلینیک فعال او ارتقاع ورکړل شي.»
ورته مهال، د خوست د عامې روغتيا رياست مسوولین که څه هم په لرې پرتو سيمو کې د خلکو ستونزې مني، خو زياتوي چې د یادو ستونزو د هواري ترڅنګ هڅه کېږي، چې د ولایت لرو پرتو سیمو خلکو ته د قناعت وړ روغتيايي خدمتونه وړاندې شي.
د خوست عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکټر شېراګل ځدراڼ وايي: « موږ به دا کلینیک له نږدې ورګورو او د خلکو ستونزې به واورو او د حل لپاره به یې له عامې روغتیا وزارت او همکارو موسسو سره خبرې وکړو.»
د خوست موسی خېلو ولسوالي، چې د دغه ولایت له مرکز لسګونه کیلومټره لرې فاصله کې پرته ده، ډېر کله یې د سېلاب او باران پرمهال او یا هم د لارو د خراب وضعیت له امله ناروغان تر روغتیایي مرکزونو نه رسیږي.