Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د امریکا دفاع وزارت: د تخلیې پروسې پر مهال کابل هوايي ډګر کې ځانمرګی برید د مخنېوي وړ نه و

امریکا له کابله د تخليې پرمهال پر هوايي ډګر د بريد عاملین پیدا کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/25

د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ پر ۲۱مه امریکايي او نورو بهرني سرتیري داسې‌ مهال په يوه بريد کې په نښه شول، چې له کابل هوايي ډګره د وتلو په حال کې وو.

په دې برید کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو له وژل کېدو سربېره شاوخوا ۱۷۰ عامو افغانانو ته هم مرګ ژوبله واوښتله.

که څه هم د دې برید مسوولیت هغه مهال د داعش ډلې پر غاړه واخیست، خو تازه بزنېس سټنډرډ خپرونې په پنټاګون کې د یوې سرچینې له قوله خبر ورکړی، چې امریکا د کابل هوایي ډګر وروستی برید، بې ځوابه نه پرېږدي او د عاملینو د پيدا کولو په لټه کې یې ده.

سرچینې زیاته کړې:« په کابل کې پر امریکايي ځواکونو د وروستي برید عاملینو د پيدا کولو په لټه کې یوو.»

که څه هم د کابل په هوایي ډګر کې پر امریکايي ځواکونو وروستی برید د داعش خراسان ډلی منلی، خو د امریکا له خوا د برید کوونکو او هغوی ته د اسانتیاوو برابروونکو په اړه د دوی پلټنو پوښتنې را پورته کړې دي.

که څه هم د یاد برید په تړاو د امریکایانو د پلټنو دلیل نه دی روښانه، خو د سیاسي چارو کارپوهان د ورته پېښو عامل په خپله امریکا ګڼي او زیاتوي، په افغانستان کې د ټولو جنګي جنایتونو پوښتنه باید له امریکا وشي.

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي:« د هغو ټولو جنایتونو اصلي عامل امریکا ده، چې په تېرو ۲۰کلونو کې په افغانستان کې ترسره شول.»

ځېنې نور بیا وايي، که امریکا وغواړي په افغانستان کې د وروستیو بریدونو ترسره کوونکي پيدا کړي، نو دغه کړنه د افغانستان په چارو کې ښکاره لاسوهنه ده او زیاتوي، چې له دې سره به د کابل او واشنګټن د اړيکو احتمال له منځه لاړ شي.

د سیاسي چارو شنوونکی سېلاب سمندر وايي: «دا چې امریکایان اوس د هغې پېښې عوامل په ګوته کوي یا یې له منځه وړي، دا به د افغانستان په داخلي چارو کې نظامي لاسوهنه وي او طالبان به یې ونه مني. دا کار به د دې لامل شي، چې د سرپرست حکومت او امریکا ترمنځ شته پټې او ښکاره اړیکې نورې هم زیانمنې کړي.»

له افغانستانه د امريکا په شمول د بهرنيو ځواکونو وتل د دوحې له هوکړې وروسته يقيني شول او د کارپوهانو باور دا دی، چې امريکا په ورته پلټنو د يادې هوکړې له ځينو بندونو سرغړونه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist