Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پر شري ناروغۍ د اخته ماشوم محمد سدیس درملنه شونې ده خو کابل کې د هند سفارت وېزه نه ورکوي

پر شري ناروغۍ د اخته ماشوم محمد سدیس درملنه شونې ده خو کابل کې د هند سفارت وېزه نه ورکوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/24

محمد سدیس ۱۵ میاشتې وړاندې تر پوستکي لاندې شري  ناروغۍ باندې اخته شوی،خو په کور دننه کلینیکونو او روغتونونو کې په خپل وخت د ناروغۍ نه تشخیصېدل  د دې لامل شول، چې دغه ماشوم فلج شي.

د سدیس کورنۍ وايي، اوس د خپل ماشوم د درملنې لپاره څه نه شي کولی.

 د دوی په خبره، د درملنې لپاره یې په ګڼو روغتونونو ګرځولی،خو ډاکټرانو ورته ویلي، چې په افغانستان او پاکستان کې یې درملنه نا شونې ده.

د ناروغ ماشوم پلار نجیب الله تراب وايي: « محمد سدیس ۱۵ میاشتې وړاندې په دې ناروغۍ اخته شو. موږ یو شمېر کلینیکونو او روغتونونو ته یوړ، خو هېڅ ځای کې یې ناروغي تشخیص نه شوه. که څه هم درمل مو ورکول ،خو ستونزه یې ورځ تر بلې ډېرېده. بیا مې پاکستان ته یوړ، هلته یې راته وویل، چې نوموړی په شري ناروغۍ اخته دی او علت یې دا دی چې د شري واکسین نه دی ورکړل شوی.» 

د سدیس پلار نجیب الله تراب وایي، په معتبرو روغتونو کې یې عقلي او عصبي معاینات ترسره کړي،خو ورکړل شوي درمل بې اثره وو.

 د تراب په خبره، زوی یې د درملنې لپاره د افغانستان او پاکستان په ګڼو روغتونونو ګرځولی، خو داکټرانو یې دلته درملنه ناشونې بللې او وايي، یوازې د هندوستان په پونا ښار کې یې درملنه شونې ده.

دغه راز تراب وايي، سره له دې چې پوره اسناد ورسره دي، خو په کابل کې د هند سفارت ویزه نه ورکوي.

تراب زیاتوي: «په هند کې مې له ډاکټرانو سره خبرې کړې او راته یې وویل، چې همدا اوس په اړوند روغتون کې د ۱۳ سوه ورته ناروغانو درملنه روانه ده . زه له حکومت غوښتنه کوم، چې د هندوستان وېزې په اخیستلو کې راسره مرسته وکړي. ښايي یوازې زما زوی نه وي او ګڼ شمېر خلک د درملنې لپاره د هند او نورو هېوادونو وېزو ته اړتیا ولري؛ اسلامي امارت باید په دې اړه همکاري وکړي.»

د روغتیايي مالوماتو له مخې، تر پوټکي لاندې شري ناروغي چې د وخت په تېرېدو په (ایس.ایس.پي.اي)  بدلیږي په هرو ۱۰۰ زرو ناروغانو کې یو یې تر فلج رسوي، چې دغه ناروغي میاشتې یا ان  کلونه دوام کوي.

د سدیس پلار نجیب الله تراب وايي، زوی یې د لومړي ټولګي زده کوونکی و، خو دا چې په وخت یې درملنه ونه ‌شوه، فلج شو او له زده کړو بې برخې شو.

 نوموړی زیاتوي، مالي امکانات په ‌خپله برابرولی شي، خو که سرپرست حکومت د هند وېزې په اخیستلو کې مرسته ورسره وکړي او د زوی درملنه یې وشي، نه یوازې له دایمي معلولیت به وژغورل شي بلکې راتلونکې به یې هم روښانه وي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات د غوره روغتیايي خدمتونو په لور؛ دولتي او خصوصي روغتونونه پرمختللي خدمات وړاندې کوي
روغتیا

هرات د غوره روغتیايي خدمتونو په لور؛ دولتي او خصوصي روغتونونه پرمختللي خدمات وړاندې کوي

جنوري 28, 2026
عامې روغتیا وزارت: پنځه میلیونه افغان ماشومان او ښځې په خوارځواکۍ اخته دي
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: پنځه میلیونه افغان ماشومان او ښځې په خوارځواکۍ اخته دي

جنوري 28, 2026
چارواکي: وزیر محمد اکبرخان روغتون د ودانیو له کمښت سره مخ دی
روغتیا

چارواکي: وزیر محمد اکبرخان روغتون د ودانیو له کمښت سره مخ دی

جنوري 27, 2026
عامې روغتیا وزارت: سږ کال پنځه میلیون تنه په تنفسي ناروغیو اخته شوي
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: سږ کال پنځه میلیون تنه په تنفسي ناروغیو اخته شوي

جنوري 27, 2026
هرات حوزوي روغتون کې د مغز او اعصابو ۹۰ سلنه ناروغیو درملنه کېږي
روغتیا

هرات حوزوي روغتون کې د مغز او اعصابو ۹۰ سلنه ناروغیو درملنه کېږي

جنوري 26, 2026
حوزوي روغتون: هرات کې د ماشومانو تنفسي ناروغۍ ډېرې شوې دي
روغتیا

حوزوي روغتون: هرات کې د ماشومانو تنفسي ناروغۍ ډېرې شوې دي

جنوري 21, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist