Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شپږیزې کرېکټ لیګ؛ لوبغاړي دغه لیګ د نړیوالو سیالیو لپاره مهم بولي

شپږیزې کرېکټ لیګ؛ لوبغاړي دغه لیګ د نړیوالو سیالیو لپاره مهم بولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/22

په کابل کې د کرېکټ شپږیزې ليګ سیالۍ، چې د افغانستان کرېکټ بورډ له خوا د اتصالاتو مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ پیل شوي، د کرېکټ مینه ‌والو لپاره په زړه پورې او خوندورې سیالۍ بلل کېږي.

د شپږیزې لیګ سیالیو مینه ‌وال له کرېکټ بورډه  په کور دننه د ورته نورو ليګونو د ترسره کولو غوښتنه کوي.

له خوست راغلی کرېکټ مینه وال زین الله وايي: « په سر کې له کرېکټ بورډ مننه کوم، چې دغه شان سیالۍ په کور دننه چمتو کوي. موږ غوښتنه کوو، چې دغه شان لیګونه نور هم جوړ کړي.»

مینه وال د کرېکټ ملي لوبډلې له لوبغاړو هم غواړي، چې په کورنيو ليګونو کې له لوبېدو سره د کورني کرېکټ نور لوبغاړي هم وهڅوي او ملي لوبډلې ته د يوه مسلکي لوبغاړي په توګه د ورتلو انګېزه ورکړي.

د کابل اوسېدونکی ظفر خان وايي: « موږ له نامتو لوبغاړو هیله کوو، چې خپل کورني کرېکټ ته هم وخت ورکړي، هېواد ته راشي او نور لوبغاړي وهڅوي.»

په ورته مهال د شپږیزې لیګ سیالو لوبغاړي دغو سیالیو کې په ګډون خوښ دي او دغه سیالۍ د کورني کرېکټ د پیاوړتیا لپاره مهمې بولي او د زیاتوالي غوښتنه يې کوي.

ملي لوبغاړی آفتاب عالم وايي: « د ټولو ملي لوبغاړو په شتون کې د شپږیزې لیګ بیا ځل پيل کېدو ته خوښ یو. د لوبډلو له سپانسرانو هم مننه کوو، چې په داسې سخت وخت کې د افغانستان د کرېکټ بورډ ملاتړ کوي.»

همدارنګه بل ملي لوبغاړي دروېش رسولي بیا وايي: «شپږیزه ډېره ښه روانه ده، په ځانګړې توګه د ځوانو لوبغاړو لپاره یو فرصت دی؛ ځکه چې دوی کولی شي، له سینیر لوبغاړو ډېر څه زده کړي.»

اخوا د اتصالاتو مخابراتي شرکت مسوولین بیا وایي، دغه شرکت چې د شپږیزې سیالو مالي ملاتړ یې پرغاړه اخیستی، هڅه کوي څو په کور دننه د هرې لوبې مالي ملاتړ وکړي. 

د دې شرکت د پروګرامونو مسوول یما رشیدي وايي: « اتصالات شرکت نه یوازې د شپږیزې لیګ سپانسر کړی، بلکې د افغانستان ملي ټیم یې هم سپانسر کړی دی.»

په کابل کې د کرېکټ شپږیزې لیګ سیالۍ له څو ورځو راهیسې روانۍ دي. په دغو  سیالیو کې د افغان کرېکټ له ملي لوبغاړو سربېره ګڼ شمېر نویو ځوان لوبغاړو هم ګډون کړی او دغه لیګ د ځان لپاره د زده کړې یو فرصت بولي. 

د کرېکټ شپږیزې لیګ سږنۍ سیالۍ د روان میلادي کال د اګسټ په ۱۲مه پیل او د دې میاشتې تر ۲۵ مې به دوام وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د فري سټایل سپورټ بنسټ اېښودونکی په المپیک کې د دې ورزش د ثبت غوښتنه کوي
لوبې

د فري سټایل سپورټ بنسټ اېښودونکی په المپیک کې د دې ورزش د ثبت غوښتنه کوي

فبروري 17, 2026
د المپیک او بدني روزنې کمېټې ۳ زره لوبغاړو ته د عصریې ورکول پيل کړل
لوبې

د المپیک او بدني روزنې کمېټې ۳ زره لوبغاړو ته د عصریې ورکول پيل کړل

فبروري 17, 2026
کرېکټ ملي لوبډلې په یوه زړه پورې لوبه کې سوېلي افرېقا ته ماتې ومنله
لوبې

کرېکټ ملي لوبډلې په یوه زړه پورې لوبه کې سوېلي افرېقا ته ماتې ومنله

فبروري 12, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه
لوبې

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول
لوبې

د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول

جنوري 27, 2026
ننګرهار کې د سپورټ ځانګړې اوونۍ پیل شوه
لوبې

ننګرهار کې د سپورټ ځانګړې اوونۍ پیل شوه

جنوري 26, 2026

وروستي خبرونه

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist