Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خیبرپښتونخوا کې د مانکي پاکس ناروغۍ درې مثبتې پېښې ثبت شوې

روغتیاپالان: د مانکي پاکس ناروغۍ په اړه باید خلکو ته عامه پوهای ورکړل شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/22

افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د بېزو تڼاکې (مانکي پاکس) ناروغۍ د پېژندنې او مخنیوي په تړاو د سیمينار په لړ کې د دغې وژونکي او ساري ویروس په اړه مالومات ورکړل.
د یاد پوهنتون مسوولینو د بېزو تڼاکې ناروغي چې څلور مثبتې پېښې یې په خیبر پښتونخوا کې ثبت شوې، یوه خطر ناکه ناروغي بولي او زیاتوي، دغه ویروس له حیواناتو انسانانو او له انسانانو یو بل ته په اسانۍ سره انتقالیږي.

دوی د سرپرست حکومت تر څنګ له رسنیو، د مسجدونو له ملا امامانو او روغتیا پالانو غوښتنه وکړه، چې د دغې ناروغۍ په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون علمي مرستیال ډاکټر رفيع الله عطا وايي: « دا داسې ناروغي نه ده، چې پر وړاندې یې بې تفاوته پاتې شو، باید خپل تدابیر ولرو. که نظافت مراعات کړو، له نامشروع جنسي اړیکو ځان وساتو او په دې ناروغۍ له اخته کېدو وروسته ځان قرنتین کړو، یاده ناروغي د کنټرول وړ ده.»

په ورته مهال د دغه سمينار ګډونوال وايي، خیبرپښتونخواه او پاکستان ته ډېر تګ راتګ هېواد ته د دې ویروس د انتقال خطر ډېر کړی.

 دوی له روغتیا وزارت غوښتنه وکړه، چې د یادې ناروغۍ د خپرېدو مخنیوي لپاره په هوايي ډګرونو او له ګاونډیو هېوادونو سره په پولو کې روغتیايي ټیمونه وګوماري.

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د طب پوهنځي رییس حبیب الرحمن مسعود وايي: «  دا یوه ساري او ویروسي ناروغي ده او له یوه انسان څخه بل انسان ته د لېږدېدلو وړتیا لري. له وزارت مې غوښتنه ده، چې دا ناروغي جدي وګڼي، خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي، واکسینونه یې چمتو کړي او هغه کسان تر معاینې تېر کړي چې له بهر څخه افغانستان ته راځي.»

بله خوا، د عامې روغتیا وزارت د دغې ناروغۍ په اړه د خپلو تدابیرو خبر ورکوي.

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان وايي، افغانستان کې تر اوسه د دغې ناروغۍ کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې؛ خو د مخنیوي لپاره يې چمتوالی نیول شوی او ګاونډیو هېوادونو سره په پولو کې ګرځنده روغتیايي ټيمونه ځای پرځای شوي دي.

زمان زیاتوي:«که څه هم تراوسه په افغانستان کې د دې ناروغۍ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، خو موږ پوره هڅه کوو، چې افغانستان ته د دې ناورغۍ له انتقال مخه ونیسو. موږ له نړیوالو روغتیايي ادارو سره په اړیکه کې یو او په داخل کې هم کار روان دی، ترڅو د دې ناروغۍ مخه ونیسو.»

د مالوماتو له مخې، د بيزو تڼاکې ناروغي په لومړي ځل په ۱۹۷۰  کال د افریقا په کانګو هېواد کې ثبت شوه او انسانانو ته تر سرایت وروسته یې تر اوسه ۵۲۴ کسان وژلي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات د غوره روغتیايي خدمتونو په لور؛ دولتي او خصوصي روغتونونه پرمختللي خدمات وړاندې کوي
روغتیا

هرات د غوره روغتیايي خدمتونو په لور؛ دولتي او خصوصي روغتونونه پرمختللي خدمات وړاندې کوي

جنوري 28, 2026
عامې روغتیا وزارت: پنځه میلیونه افغان ماشومان او ښځې په خوارځواکۍ اخته دي
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: پنځه میلیونه افغان ماشومان او ښځې په خوارځواکۍ اخته دي

جنوري 28, 2026
چارواکي: وزیر محمد اکبرخان روغتون د ودانیو له کمښت سره مخ دی
روغتیا

چارواکي: وزیر محمد اکبرخان روغتون د ودانیو له کمښت سره مخ دی

جنوري 27, 2026
عامې روغتیا وزارت: سږ کال پنځه میلیون تنه په تنفسي ناروغیو اخته شوي
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: سږ کال پنځه میلیون تنه په تنفسي ناروغیو اخته شوي

جنوري 27, 2026
هرات حوزوي روغتون کې د مغز او اعصابو ۹۰ سلنه ناروغیو درملنه کېږي
روغتیا

هرات حوزوي روغتون کې د مغز او اعصابو ۹۰ سلنه ناروغیو درملنه کېږي

جنوري 26, 2026
حوزوي روغتون: هرات کې د ماشومانو تنفسي ناروغۍ ډېرې شوې دي
روغتیا

حوزوي روغتون: هرات کې د ماشومانو تنفسي ناروغۍ ډېرې شوې دي

جنوري 21, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist