د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د دوشنبې پر ورځ د (۱۴۰۳ کال د زمري پر ۲۹ مه) په پکتیکا کې د پلتوني بند د چارو پيل پرانیسته وکړه.
ملا برادر په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د وینا پر مهال وویل، د اوبو مهارول او مديريت د سرپرست حکومت په کاري لومړيتوب کې دي او ډاډ ورکوي، چې په دې برخه کې د خپلې ژمنتيا پر بنسټ له هېڅ راز هڅو درېغ نه کوي.
د برادر په خبره، سرپرست حکومت د هېواد ځان بسياينې او ټولنيز پرمختګ لپاره له کورنيو اقتصادي سرچينو ګټه اخلي.
هغه زیاتوي: « اسلامي امارت په پام کې لري، چې د اقتصادي ودې لپاره کرنه او د کرنې د ودې لپاره اوبه مدیریت کړي؛ دغه کار زموږ د حکومت په لومړیتوبونو کې دی.»
په ښرنه کې د اوبو پر دغه بند ټولټال ۸۵۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې ټول لګښت يې د سرپرست حکومت له پراختيايي بوديجې ورکول کېږي او په شاوخوا دوه نيمو کلونو کې به يې چارې بشپړې شي.
چارواکي ډاډ ورکوي، چې د اوبو مهارولو په برخه کې له دې پروژې سربېره د ورته نورو پروژو پلي کولو ته هم ژمن دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبدالطیف منصور په دې اړه وايي: « دغه بند ۴۱ متره لوړوالی لري، ۲۵ میلیونه مترمکعبه اوبه به زېرمه کړي او تر یو مېګا واټ به برېښنا تولید کړي.»
ورته مهال ځایي چارواکي او د پکتیکا اوسېدونکي که څه هم د یادې پروژې د چارو پیل ته خوښ دي، خو ترڅنګ یې ټینګار کوي، چې سرپرست حکومت باید دلته په نورو برخو کې هم رغنیزې پروژې پلې کړي، ترڅو شته ستونزې ورسره هوارې شي.
د پکتیکا مرستیال والي مخدوم عبدالسلام سعادت وايي: « له ټولو چارواکو غوښتنه کوم، چې پکتیکا ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د بندونو ترڅنګ په نورو برخو کې هم د بیا رغونې پروژې پلې کړي.»
په پکتیکا کې د پلتوني بند د چارو د پیل په مراسمو کې د سرپرست حکومت چارواکو همدا راز ډاډ ورکړ، چې په هېواد کې د لویو او منځنیو اوبو بندونو د جوړیدو او اوبو د مهار لپاره طرحه یې چمتو کړې، چې له ډلې یې د کمال خان، بخش آباد، پاشدان او آغاجان بندونو چارې بشپړې شوې یا هم د بشپړېدو په حال کې دي.