د ازبېکستان لومړي وزیر عبداللله عارف اوف پر مشرۍ یو لوړ پوړی د شنبې پر ورځ د (۱۴۰۳ کال د زمري پر ۲۷ مه) کابل ته راغی او دلته یې د ازبېکستاني توکو د نندارتون پرانیستلو ترڅنګ له افغان لوري سره د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې تړونونه هم لاسلیک کړل.
ټاکل شوې ده، د دې نندارتون په ۸۵ غرفو کې به ازبېکستاني توکي نندارې ته وړاندې شي، چې درې ورځې به دوام ولري.
د سرپرست حکومت چارواکي په تېرو درېیو کلونو کې هېواد ته په لومړي ځل په دې کچه د یوه لوړ پوړي بهرني پلاوي راتګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراخوالي په برخه کې اغېزمن ګڼي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي: « د افغانستان پر کانونو د پانګونې په برخه کې یوه هوکړه وشوه، په تاشکند او کابل کې د دوه اړخیزو سوداګریزو خونو جوړېدل، په کابل کې د ازبېکستاني محصولاتو نندارتون جوړېدل، چې ازبېکستان ته زموږ د سفر پرمهال پرې هوکړه شوې وه، نن دا دی عملي کېږي.»
د ازبېکستان د صنعت، سوداګرۍ او پانګونې وزیر لزیز قدرتوف د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پخوانۍ بولي او په راتلونکې کې د لاپراختیا ورکولوخبره کوي.
قدرتوف وايي، هېواد یې په پام کې لري، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې راکړه ورکړې کچه درې میلیارده ډالرو ته پورته کړي او د ګمرکي تعرفو له منځه وړلو ترڅنګ د افغان ټرانس په څېر لویو پروژو د پلي کېدو لپاره یې هم هڅې چټکې کړي.
هغه زیاتوي:« هڅه مو دا ده، چې د افغانستان او ازبېکستان ترمنځ سوداګري درې میلیارده ډالرو ته ورسوو. موږ به د ګمرکي تعرفو له منځه وړلو ترڅنګ د افغان ټرانس په څېر لویو پروژو د عملي چارو د پیل لپاره هم کار وکړو.»
خصوصي سکټور دغه شان سفرونه د دواړو لوریو ترمنځ د پانګونې او سوداګرۍ د کچې په لوړېدو کې مهم ګڼي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر یونس مومند وايي، تر دې دمه یې د ازبېکستان یو میلیون ټنه بېلابېل توکي په بریاليتوب سره د سوېلي آسیا هېوادونو ته لېږدولي دي.
مومند زیاته کړه: «موږ باید د ازبېکستان ظرفیت او د افغانستان فرصت سره جمع کړو او ګټه ترې واخلو. د افغانستان خصوصي سکټور لېوالتیا لري، چې له ازبېکستاني لوري سره ګډ کار وکړي.»
واک ته د اسلامي امارت بیا ځلې له رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې د یوه هېواد د لومړي وزیر پر کچه بهرنی پلاوی افغانستان ته سفر کوي.
هېواد ته د عبدالله عارف اوف د سفر اصلي موخه د افغانستان او ازبېکستان نښلول، د سوداګرۍ اړونده دوه اړخیزه ناسته کې ګډون او په کابل کې د دې هېواد د محصولاتو او تولیداتو نندارتون پرانیستل بلل شوي دي.