Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عبدالکبیر: د دوحې هوکړه مو په بشپړه توګه عملي کړې

عبدالکبیر: د دوحې هوکړه مو په بشپړه توګه عملي کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/15

په داسې حال کې، چې د امريکا په ګډون ملګري ملتونه او نړيواله ټولنه د افغانستان سرپرست حکومت د دوحې هوکړې په نه عملي کولو تورنوي، خو واک ته د اسلامي امارت د بیا ځل رسېدو د درېيو کلونو په پوره کېدو سره چارواکي ادعا کوي، چې د دوحې هوکړه يې په بشپړه توګه عملي کړې.

د رياست‌ الوزرا سياسي مرستيال وايي، د همدې هوکړې پر بنسټ د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه ده کارېدلې، خو سرپرست حکومت له ډېرو هېوادونو سره د ښو او مثبتو اړيکو پر ټينګولو بریالی شوی دی.

مولوي عبدالکبیر له نورو هېوادونو هم غواړي، چې له افغانستان سره د متقابلو اړيکو پاللو لپاره په کابل کې خپل سفارتونه پرانيزي.

هغه زیاتوي:« اسلامي امارت په تېرو درېیو کلونو کې د دوحې تړون رعایت کړی، له افغانستانه هېچا ته زیان نه دی رسېدلی او په راتلونکې کې هم ډاډ ورکوو، چې له افغانستانه به چا ته زیان پېښ نه شي. اسلامي امارت په تېرو درېیو کلونو کې د افغان خلکو او نړیوالو ته د حکومتوالۍ، امنیت او ثبات ټینګولو او له نړیوالو سره ده اړیکو ټینګولو ازموینه ورکړه.»

عبدالکبیر وايي، اسلامي امارت له هېڅ هېواد سره د تقابل پلوی نه دی او په خبره يې نړيوال دې هم د افغانانو ستونزو ته په پام له اسلامي امارت سره مثبت تعامل وکړي.

هغه زیاتوي: « نړۍ ته زموږ پیغام د ښو اړیکو او تعامل پیغام دی، له هېچا سره جګړه او ستونزې جوړول نه غواړو. افغانستان د یوه خپلواک هېواد او اسلامي امارت د یوه مشروع نظام په توګه له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي. موږ له ګڼو هېوادونو همکاري لرو او هیله لرو چې دغه همکاري نوره هم پراخه شي.»

همدارنګه د رییس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي هم له نړۍ سره پر نېکو اړیکو ټینګار کوي او وايي: « د تېرو درېیو کلونو په لړ کې مو ثابته کړه، چې اسلامي امارات یو اسلامي او ځواب ورکوونکو نظام دی. موږ له خپلو ټولو ګاونډیانو، سیمې او نړۍ سره نیکې سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړو.»

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو پوره درې کاله تېر شول، خو په دې موده کې اسلامي امارت د هېڅ هېواد له لوري پر رسميت نه دی پېژندل شوی.

سيمه او نړۍ د رسميت پېژندنې په برخه کې د نړيوالو هغه دريځ بدرګه کوي، چې ګواکې اسلامي امارت د بشري حقونو په تامين، ټول‌شموله حکومت جوړولو، له ترهګرۍ او نیشه ‌يي توکو سره په مبارزې کې کړې ژمنې نه دي عملي کړې او په دې توګه يې د رسميت پېژندنې معيارونه نه دي پوره کړ ي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist