Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
منیر اکرم: اسلامي امارت له القاعده شبکې او ټي‌ټي‌پي سره تاریخي او ایډیالوژیک تړاو لري

منیر اکرم: اسلامي امارت له القاعده شبکې او ټي‌ټي‌پي سره تاریخي او ایډیالوژیک تړاو لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/13

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي په افغانستان کې واک ته د اسلامي امارت د رسېدو درېیمې کالیزې له پوره کېدو سره هم مهال له پاکستانۍ  ورځپاڼې اکسپرس ټرېبیون سره مرکه کې ګڼو ټکو ته اشاره کړې.

اکرم د ټي.ټي.پي په تړاو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو پرڅرنګوالي غږېدلی او ویلي يې دي چې د دوی له پرله پسې ټینګار سره سره،  اسلامي امارت په دې برخه کې ګامونه نه دي پورته کړي.

نوموړي د دې کار اصلي لامل د اسلامي امارت د چارواکو ترمنځ د نظر اختلاف بللی او زیاتوي چې د افغانستان سرپرست حکومت له القاعده شبکې او د پاکستاني طالبانو له تحریک (ټي.ټي.پي) سره تاریخي او ایډیالوژیکي اړیکې لري.

اکرم زیاته کړې: « د پاکستان هڅه دا ده، چې دغه ستونزه په سوله‌ ییز ډول هواره کړي، خو د طالبانو د خپلمنځي توپیرونو له کبله په دې برخه کې هېڅ راز پرمختګ نه دی شوی. طالبان له ټي‌.ټي‌.پي سره ایډیالوژیک تړاو لري. افغانستان زموږ ګاونډی هېواد دی؛ ځکه اړ یو، چې د ترهګرۍ مساله حل کړو او موږ دغه کار ته ژمن یو. زموږ هڅې به په څو پړاوونو کې وي؛ لومړی، موږ به د ملي عمل پلان له مخې د ترهګرو د نفوذ پر وړاندې ګام پورته کړو. دویم؛ هڅه به وکړو، طالبان دې ته قانع کړو چې د ترهګرو ډلو شتون د پاکستان، سیمې او په خپله د دوی لپاره زیان اړوونکی دی.»

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازی همدغه مساله د ټي.ټي.پي پر وړاندې د نرم دریځ لرلو او ګام نه پورته کولو یو اصلي لامل بللی او په وینا یې، پاکستان په دې برخه کې د شته پالیسیو د بدلون هڅه کوي.

منیر اکرم د پالیسۍ دغه بدلون د پاکستان، سیمې او افغانستان د امنیت لپاره حیاتي بولي او زیاتوي چې دغې موخې ته د رسېدو لپاره په نړیواله کچه لابي کوي او باید لومړیتوب ورکړل شي.

هغه زیاتوي: « دا ستاسو انګېرنه ده، چې موږ په دې اړه د طالبانو پالیسۍ ته بدلون نه شو ورکولی، خو زموږ انګېرنه داسې نه ده. که طالبان وي او یا بل څوک، هر حکومت هڅه کوي چې د ډېپلوماسۍ له لارې خپلې تګلارې بدلې کړي او دا هڅې روانې دي. موږ اړتیا لرو څو په نړيواله کچه داسې باور رامنځته کړو چې له مخې یې د ترهګرۍ شته ستونزه حل شي او باید په لومړیتوبونو کې ونیول شي.»

سرپرست حکومت د یاد پاکستاني چارواکي څرګندونې ردوي او د ټي‌.ټي‌.پي مساله د پاکستان کورنۍ موضوع ګڼي چې په خبره يې باید افغانستان په کې ښکېل نه کړای شي.

د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، پاکستان دې د خپل امنیت په ټینګښت کې د پاتې راتلو پړه پرافغانستان نه اچوي او پر ځای دې خپلو مسوولیتونو ته پام وکړي.

مجاهد زیاتوي: « موږ دغه ادعاوې ردوو، اصلي موضوع دا ده، چې اوس په افغانستان کې امن او ثبات راغلی او زموږ خاوره د هیچا پر ضد نه کارل کېږي. د افغانستان اسلامي امارت دریځ روښانه دی. په پاکستان کې د نا امنیو موضوع د دې هېواد کورنۍ ستونزه ده او خپله باید خپل امنیت ټینګ کړي. امنیتي پېښې د دوی د لټۍ او غفلت له امله کېږي، خو پړه یې پر افغاستان اچوي. افغانستان د هېڅ مسلح جهت ملاتړ نه کوي او نه چا ته اجازه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر وړاندې وکاروي.»

د سیاسي چارو شنونکي هم د ټي.ټي.پي مساله د تېرو درواغجنو طراحي شویو سناریوګانو په څېر بولي، هغه چې پاکستان خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره ترې کار اخلي.

دوی د پاکستاني طالبانو له تحریک او القاعده شبکې سره د سرپرست حکومت د اړیکو لرلو په برخه کې د کره ثبوتونو نه شتون هم د دې ادعا د رد په مانا بولي.

 د سیاسي چارو شننونکی معین ګل څمکنی وایي: « د تروریستي ډلو ستونزه خو اسلامي امارت هر کله رد کړې ده او په دې اړه یې له ادعا کوونکو ثبوتونه غوښتي. نړیوال او زموږ ګاونډیان داسې مدلل اسناد نه شي وړاندې کولی چې ثابته کړي په افغانستان کې تروریستي ډلې شته دي.»

دا لومړی ځل نه دی، چې پاکستان پر سرپرست حکومت ورته تورونه پورې کوي؛ بلکې همدا څو ورځې وړاندې هم د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر ورته څرګندونې وکړې،خو سرپرست حکومت په بشپړ ډول رد کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist