د اګسټ ۱۲مه د ځوانانو له نړيوالې ورځې سره برابره ده. دغه ورځ په ټولنه نړۍ کې د کار موندنې ترڅنګ د ځوانانو د ظرفيتونو لوړولو په برخه کې د دولتونو له ژمنو سره مل نمانځل کېږي.
دا ورځ داسې مهال نمانځل کېږي، چې لا هم په افغانستان کې د بې کارۍ ګراف لوړ دی او په پايله کې يې د خلکو اقتصادي وضعيت د تېرو څو کلونو پرتله خورا زیات غورځېدلی دی.
د ملګرو ملتونو خوړو نړيوال پروګرام(ډبلیو.ایف.پي) د دې ورځې په مناسبت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، پر ځوانانو پانګونه پر راتلونکې پانګونه ده.
د خوړو نړیوال پروګرام زیاتوي: « پر ځوانانو پانګونه پر راتلونکي پانګونه ده. په افغانستان کې له ۷۰۰ زرو زیاتې نجونې او هلکان هر سهار په ښوونځي کې خواړه ترلاسه کوي او دا له دوی سره پر غوره زدهکړو تمرکز کولو کې مرسته کوي.»
بله خوا، يو شمېر ځوانان په افغانستان کې د کاري فرصتونه لمن ورځ تر بلې ټولېدونکې بولي او وايي، که د کاري فرصتونو نه شتوالی دوام وکړي، ډېر نور ځوانان به هم پر سختو لارو بهرنیو هېوادونو ته د تګ هڅه وکړي.
د هرات ولایت یو تن اوسېدونکی وايي:« بیا هم اقتصادي موضوع، دا هغه موضوع ده، چې د ګڼو ځوانانو د پرمختګ مخه یې نیولې. موږ په خپله ټولنه کې ډېر ښه استعداد لرونکي ځوانان لرو، خو د اقتصادي ستونزو له امله هېڅ نه شي کولی.»
د ځينو آزادو ترسره شویو سروګانو پایلې ښيي، چې په افغانستان کې هر کال ۴۰زره ځوانان د کار بازار ته دننه کېږي، خو د کار نه شتوالی د دې لامل شوی، چې دا مهال نږدې د افغانستان نيمايي ځوانان وزګار پاتې شي.
له دې سره، د واده پرمهال د نجلۍ د کورنۍ له خوا د زیاتې تویانې (ولور) اخیستل، پر نېشه يي توکو روږدېدا، له ټکنالوژۍ سره کافي پېژندګلوي نه لرل او يو شمېر نور ټکي د ځوانانو پر وړاندې لویې ننګونې دي.
ځوانان له سرپرست حکومته غواړي، چې د دوی ستونزو ته پاملرنه وکړي.
د هرات ولایت یو تن اوسېدونکی وايي:« د افغانستان له اسلامي امارته غوښتنه کوم، چې زیربنايي پروژې پيل کړي،ترڅو خلک په کار شي. دولت باید له ځوانانو ملاتړ وکړي،ترڅو هغوی بهر ته له تګ څخه را وګرځي.»
بله خوا، د سرپرست حکومت مسوولین د ځوانانو ستونزې منې او وايي، په تېرو څو کلونو کې يو شمېر ځوانان په دولتي او خصوصي سکټور کې پر دندو ګومارل شوي او د وزګارتیا لوړې کچې ته په کتو هڅه کېږي، چې په خصوصي او عامه سکټور کې نورو ځوانانو ته هم د کار زمينه برابره شي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو معنیت حقوقي سلاکارجواد هاشام وايي: «یو شمېر هغه ځوانان چې زده کړې او ظرفیت لري، دولتي ادارو کې تشو بستونو ته جذبیږي. دغه راز خصوصي سکټور به هم د دوی په ګومارلو کې ونډه واخلي. داسې ځوانان هم شته دي، چې خپله ځان ته کاري فرصتونه برابروي او په آنلاین کاروبار بوختیږي.»
په افغانستان کې د وزګارتیا ګراف لوړېدل يو له جدي بحثونو دی، چې له امله بېوزلي، لوږه او نورې ټولنيزې ناخوالې زياتې شوې دي.
واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو سره ولس تل د خپلو اساسي غوښتنو ترڅنګ له سرپرست حکومت غوښتي، چې د کډوالۍ او بشري ناورين د مخنيوي لپاره دې ځوانانو ته کاري فرصتونه رامنځته کړي.