د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند مېټو میلر په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، په افغانستان کې د درېیو امریکایي بندیانو روغتیایي وضعیت په تړاو اندېښمن دي او په خبره یې، په افغانستان کې نیول شوي امریکایان پرته له کوم جرم نیول شوي.
د میلر په خبره، امریکایي چارواکو د اسلامي امارت له چارواکو سره په هره غونډه کې د جورج ګلیمن، ریان کوربټ او محمود حبیبي د خلاصون په اړه غږیدلي.
هغه زیاته کړې:« د اګست پر ۱۰ د محمود حبیبي او ریان کوربېټ دوه کاله پوره کېږي، چې دوی پرته له کوم جرم په افغانستان کې بندیان دي او هغوی دوه کاله له خپلو کورنیو لرې پاتې شوي. موږ د هغوی روغتیايي وضعیت په اړه ژوره اندېښنه لرو. موږ د محمود ، ریان او جورج ګلیمن په اړه له طالبانو سره په تماس کې یو، د هغوی بېرته راستنول زموږ لپاره مهم لومړیتوب دی او موږ په دې کار کوو، ترڅو هغوی ازاد شي.»
اسلامي امارت که څه هم تازه د امریکایي بندیانو د روغتیایي وضعیت په تړاو څه نه وایي، خو له دې وړاندې ویلي ول، چې د هېواد په بندخونو کې دوه امریکایي وګړي د افغانستان له قوانينو څخه د سرغړونې په جرم بندیان دي او په دوحه کې یې امریکایي پلاوي سره د یادو بندیانو د خوشې کولو په شرایطو خبرې کړي چې دا خبرې به د ډېپلوماټیکو لارو تعقیب شي.
په ورته مهال د سیاسي چارو کارپوهان وایي، هغه بهرني وګړي چې په هېواد کې یې کوم جرم کړي وي، د محکمې له فيصلې وروسته دې د ملي ګټو او ارزښتونو په بنياد تبادله او يا هم خوشې شي.
د سیاسي چارو کارپوه ادریس محمدي ځاځی وايي:« امریکا هم باید هغه افغانان خوشې کړي، یا یې افغانستان ته تسلیم کړي، چې د امریکا په ولکه کې دي، یا هم له امریکا سره اوس هم په ګونتنامو کې دي، ځکه چې دواړو خواوو سره بندیان دي، هم له افغانستان او هم له امریکا سره. »
د پوځي چارو کارپوهان وایي، اسلامي امارت دې واضح کړي چې ياد امریکایان د کومو جرمونو په تور نیول شوي او دغه راز هر بهرنی وګړی چې افغانستان ته راځي، اړتيا ده چې د افغانستان ټول قوانین ومني او د سرغړونې په صورت کې يې کوربه هېواد د نیولو او ترې د پوښتنو ګروېږنو حق لري.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې واشنګټن ویلي و یل، د امریکایي وګړو نیول غیري قانوني کړنه ده او دغه چاره یې له اسلامي امارت سره د تعامل په برخه کې یو لوی خنډ بللی.