چين په اقتصادې او سیاسي برخو کې د سيمې په کچه یو پر ځان بسیا هېواد بلل کیږي؛ چې په دې وروستیو کې يي د افغانستان له سرپرست حکومت سره اړیکې خورا نږدې او مثبتې ښکاري.
تازه د دواړو لورو استازو په چين کې ليدنه کړې او د کابل- بېجينګ پر یو شمېر ګډو مسايلو يې خبري کړې.
په بېجينګ کې د افغانستان سرپرست سفیر مولوي بلال کریمي د دوشنبې په ورځ د چين بهرنیو چارو وزارت له ځانګړې استازي یوشیاو یونګ سره ليدلي او د دواړو هېوادونو د ګډو همکاریو تر څنګ يې د سيمې له هېوادونو سره د افغانستان اړیکو پر رغولو هم ټینګار کړی.
چین کې د افغانستان سفارت وايي:« په دغه کتنه کې د چين او افغانستان تر منځ د سیاسي اړیکو پر لا پراختیا، له ګاونډیو او سيمې هېوادونو سره د متقابل تعامل له مخې د حسنه روابطو او اقتصادي اتصال پر پیاوړتیا، د دواړو هېوادونو تر منځ پر تجارتي، ټرانزيټي، کونسلي او نورو مسايلو رغنده خبرې او نظرونه تبادله شول.»
بل خوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولين وايي، د جین شین په نوم چينايي شرکت د دې وزارت له چارواکو سره په لیدنه کې ویلي، دغه شرکت غواړي په افغانستان کې د باروړنکو موټرونو او سکواټرونو د واردولو برخه کې د ۲۰ ميليونه ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي.
په ورته مهال د سیاسي چارو شنونکي وايي، چین د سيمې پر کچه د نورو اړخونو تر څنګ په سیاسي او اقتصادې برخو کې پر ځان بسیا دی او سرپرست حکومت ته په کار ده، چې له دې هېواد سره له موجوده اړيکو مثبته ګټه پورته کړي.
د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم وايي:« په دې اړه له چین سره زموږ اړیکې ډېرې مهمې دي او چین کولی شي، د افغانستان دولت لپاره لابي ګیري وکړي، یا دا چې دلته اقتصادي پانګونه وکړي، په هر صورت له چین سره اړیکې د افغانستان پر ګټه دي.»
د سیاسي چارو شنونکی فیض محمد ځلاند وايي:« سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ټیکاو کې او همدارنګه د افغانستان او چین ترمنځ اړیکو پراختیا کې ډېر رول ولوبوي، چین په خپله بهرنۍ پالیسۍ کې تل د اقتصادي ګټو او اقتصادي راکړې ورکړې تګلاره تعقیب کړې او په همدې تګلاره کې د نړۍ ګڼو هېوادونو ته ثبات، سوکالي او ټیکاو وربښلی دی. په ځېنو هېوادونو د چین له دغسې مرستو د ښې نه استفادې له امله بې ثباتي هم رامنځته شوې. »
ځېنې نور بیا وايي، دا چې افغانستان اوس مهال له اقتصادي ستونزو سره مخ دی، نو سرپرست حکومت دې د سيمې هېوادونه وهڅوي چې د دې ستونزو حل لپاره په افغانستان کې پانګونه وکړي.
د سیاسي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي:« پانګونه کې بهرنۍ وي او که داخلي، د هېواد پر ګټه ده، کولی شي چې خلکو ته د کار زمېنه برابره کړي او له دې لارې خلک وکولی شي، چې عواید ترلاسه کړي او د عوایدو په مرسته خپلې ورځنۍ اړتیاوې پوره کړي، کله چې دغه ډول پانګونې په افغانستان کې کېږي، زه باوري چې دا پانګونې به اوږدمهاله وي او د افغانستان پر اقتصادي وضعیت باندې به مثبت تاثیرات ولري.»
د شنونکو په خبره، سرپرست حکومت ته په کار ده، چې د بهرنیو پانګه والو تر څنګ دې د کورنیو پانګه والو ستونزې حل کړي، څو بهر میشتي افغان پانګه وال هم افغانستان ته راستانه او په کور دننه پانګونه وکړي.