په داسې حال کې، چې د اسلامي امارت چارواکو عصري زدهکړې مباح عمل بللی، خو د محدودو نورو چارواکو ترڅنګ د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب اغا هم دغه زدهکړې فرض ګڼي.
حبیب اغا د سږني کانکور د ممتازو داوطلبانو په ستاينغونډه کې د وینا پر مهال وویل، له عصري زدهکړو پرته د هېواد پرمختګ او پرمختللې ټکنالوژۍ ته لاسرسی ناشونی دی.
هغه زیاته کړه:« دا زموږ او ستاسې افغاني او اسلامي ټولنه عصري علومو ته اړتیا لري، د عصري علومو زده کړه په اوسني عصر کې کفايي فرض ده، لکه د جنازې لمونځ، که په یوه سیمه کې یو مسلمان ورور وفات شي او هېڅ څوک د جنازې لمونځ ورنه کړي، نو ددې ټولې سیمې غاړې بندېږي او الله ج به د قیامت پر ورځ ترې پوښتنه کوي. داسې د عصري علومو زده کول د نن ورځې اړتیا ده، دا کفايي فرض دی. که چېرې هېڅ څوک یې نه زده کوي، نو د ټولو به غاړې بندې وي. »
د پوهنې وزارت سرپرست د هېواد دفاع لپاره عصري زده کړي یوه جدي اړتیا بولي او ټینګار کوي، چې سرپرست حکومت د زده کړو مخالف نه دی او د زده کړو پیاوړتیا ته سرپرست حکومت ژمن دی او په خبره یې له عصري زده کړو پرته اوسنۍ ستونزې نه شي حل کېدای.
حبیب اغا وايي، اوس مهال د سرپرست حکومت مخالفانو تبلیغاتي جګړه پیل کړې او هڅه کوي، له دې لارې د خلکو ذهنیتونه بدل کړي.
هغه زیاتوي:« د دوښمن پر تبلیغاتو خطا نه شئ، اسلامي امارت د عصري علومو مخالف نه دی، اسلامي امارت غواړي چې عصري علومو ته پرمختګ ورکړي، ځکه بې له عصري علومو زموږ او ستاسې دا ولس، هېواد د بل له احتیاجه نه خلاصېږي.»
په ورته مهال ځېنې نور چارواکي بیا وايي، په تېرو ۲۰ کلونو کې حکومت د ظرفیت لوړولو په برخه کې پاتې راغلی وه او په خبره يې اوسنی سرپرست حکومت ظرفیت لوړونې ته جدي پاملرنه کوي.
له دې سره د پوهنې وزارت په يوې داسې طرحه کار پيل کړی، چې له مخې به یې په ټولو ښوونځیو کې ګرځنده موبایلونه محدود او یا هم پرې بشپړ بندیز ولګول شي.
د پوهنې وزارت مالي او اداري معین مولوي صبغتالله وثیق وايي:« زه دا وایم،چې په خپل تعلیمي نظام کې، خپلو تعلیمي بنسټونو کې د دغو ټیلیفونو زیانونو په اړه یوه څېړنه ولرو، د هغې بندولو لپاره باید یو څه اقدامات وکړو.»
د کانکور بريالي شوي ګډوال وايي، په ګڼو ولایتونو کې زده کوونکي د ښوونځيو ودانۍ، کمپیوټرلب او کتابتونونو نشتوالي له ستونزو سره مخ دي او له پوهنې وزارته غواړي، چې د يادو ستونزو حل ته جدي پاملرنه وکړي.
له دې وړاندي د پوهني وزارت ویلي ول، چې پر داسې یوې طرحې کار کوي، چې له مخې یې د نجونو متوسطه او لیسې ښوونځي خلاص شي، خو د دې طرحې د بشپړېدو لپاره یې وخت نه دی مالوم کړی او هغه امرثاني لا هم نه دی رارسېدلی، چې له مخې به يې بېرته د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې خلاصې شي.