Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هند  د ا.ا له لوري افغان اهل هنودو او هندوانو ته د غصب شویو جایدادونو د بېرته ورکړې له پرېکړې هرکلی کړی

هند له افغانستان سره د دوامداره همکاریو ژمنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/27

په افغانستان د اسلامي د بیا ځلي واکمنېدو وروسته د افغانستان او هند اړیکې څه نا څه ټکنۍ شوې خو تازه د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت له افغانستان سره د دوامداره همکاریو ژمنه کړې.

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رنډیر جیسوال یوه خبري کنفرانس کې ویلي، هېواد یې پخوانیو اړیکو ته په کتو له افغانستان سره هر ډول همکاري کوي او پر همدې اساس یې افغانانو ته د وېزو ورکولو پریکړه کړې.

هغه زیاته کړې:« لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ، موږ د افغانستان له خلکو سره تاریخي اړیکې لرو، له څو کلونو راهیسې مو بشري مرستې ترسره کړي. موږ له افغانانو سره دې مشارکت ته دوام ورکوو. د وېزو د زیاتوالي په اړه زه دقیق شمیر نه لرم، خو  په افغانستان کې خلکو ته وېزې ورکول کېږي او د تګ او راتګ چارې روانې دي.»

د سیاسي چارو یو شمېر کار پوهان له هند سره د سرپرست حکومت د اړيکو تېنګښت د هېواد پر ګټه بولې او په باور يې دا هېواد کولی چې له افغانستان سره په سياسي او سوداګریزه برخه کې اغېزمنه همکاري وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه معین ګل څمکنی وايي:« هند په سیمه کې یو لوی قدرت دی، دوی هر وخت پر سیمه باندې اغیز لري، هغه که مثبت وي او که منفي وي، نو په دې وروستیو کې هند هم  د چابهار بندر د پرانیستلو او جوړولو لپاره یې پانګونه کړې، ترڅو دوی( هند) منځنۍ آسیا او افغانستان ته خپله سوداګریزه لاره پرانېزي، ترڅو دلته د چین او روسیې اغیز کم کړي.»

ځېنې نور بیا وايي، سر پرست حکومت ته په کار ده، چې د هند په څير هېوادنو سره د غور تعامل لپاره اقتصاد محوره پالیسي عملي او دغه رزا د دواړو هېوادونو ترمنځ رامنځته شوي فرصتونه بايد ضايع نه کړي.

تمې دادي، چې له هند سره د سیاسي او اقتصادي اړيکو پیاوړتيا له لارې به افغانستان توانيږي، چې د سيمې هېوادونو باور ترلاسه او له نورو هېوادونو سره هم ورته اړيکو او تعامل ته لاره پیدا کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist