په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، د نړیوالو مرستو له کمېدو، پر بانکي سیستم له محدودیتونو او اقتصادي کړکېچ رامنځ ته کېدو سره ګڼ شمېر کاروباریان او ځوانان له بې روزګارۍ سره مخامخ دي.
د کابل ښار اوسېدونکي وايي، افغانستان کې د بې روزګارۍ کچه ورځ بلې ته لوړیږي او ځوانان اړ دي، چې له هېواده بهر هېوادونو ته په قاچاقې لارو سفر وکړي.
دوی له سرپرست حکومته غوښتنه کوي چې په یو شمېر لویو او وړو پروژو کې دې بې روزګاره کسانو ته کاري فرصتونه برابر کړي.
د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي:« روزګار مو بیخي خراب دی. سهار دلته راځو، ماښام ځو، کله ۱۰۰ افغانۍ، کله ۱۵۰ افغانۍ، کله هېڅ، هغه د مصرف پیسې هم نه ترلاسه کوو. کاروبار د ټولو خراب دی.»
د کابل ښار یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« سهار له کوره راوځو او ماښام بېرته کور ته ځو. کله کار وکړو او کله نه. کارونه پر ټپه ولاړ دي. ستونزې ډېرې زیاتې دي، همدا زرنج مو مخکې د اشرف غني په دوره کې هم چلاوه، د ورځې ۸۰۰ یا ۹۰۰ افغانۍ مې پیدا کولې.»
په ورته وخت کې د اقتصادي چارو شنونکي وايي، د کار ملي کنفرانس په جوړېدو سره به د بې روزګارۍ کچه څه نا څه راکمه شي او یو شمېر کسانو ته به کاري فرصتونه برابر شي.
دوی وایي، سرپرست حکومت دې د دغه کنفرانس له جوړېدو وروسته د بې روزګارۍ لاملونه پيدا او د حل لارې دې ورته ولټوي.
بل خوا د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکې وايي، په تېرو دوو کلونو کې يي په دولتې او خصوصي سکټور کې تر یو میلیون زیاتو کسانو ته کاري فرصتونه برابر کړي او راتلونکې کې هڅه کوي چې د بې روزګارۍ کچه راټیټه کړي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست عبدالمنان عمري وايي:« زموږ د مالوماتو له مخې، تر یو میلیون زیات کارکوونکي په امارتي ادارو کې د خدماتو وړاندې کولو مسوولیت پر غاړه لري، ترڅنګ یې په خصوصي سکټور کې، ملي او نړیوالو موسسو کې یو شمېر هېودوالو ته د کار زمېنه برابره شوې. »
دا په داسې حال کې ده، چې ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې څه باندې ۲۹ میلیونه وګړي لاسنیوي ته اړتیا لري او دوی هم د بودیجې د کمښت له امله له ټولو سره مرسته نه شي کولی.
د کاري فرصتونو د کمښت ترڅنګ طبعي اپتونو لکه سېلابونو او وچکالۍ هم لا ډېر خلک د نورو مرستې ته اړ کړي دي.