Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عبدالکبیر: نړیواله ټولنه دې اسلامي امارت ته د تعامل لاس وړاندې کړي

عبدالکبیر: نړیواله ټولنه دې اسلامي امارت ته د تعامل لاس وړاندې کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/24

د اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کار ملي کنفرانس کې د وینا پر مهال له نړیوالې ټولنې سره د رغنده سیاسي اړیکو د جوړېدو غوښتنه کړې.

عبدالکبیر ویلي، اسلامي امارت له نړۍ سره د رغنده ډېپلوماټیکو اړیکو غوښتونکی دی، خو پر نړۍوالې ټولنې هم غږ کوي چې د دې ټولنې د یوه فعال غړي په توګه دې افغان حکومت ته د تعامل لاس ورکړي.

د نوموړي په خبره، په تېره نږدې درې کلنه موده کي یې د ګاونډ او سیمې له ګڼو هېوادونو سره ښې اړیکې ټینګې کړي چې دغه اړیکې ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې دي.

هغه زیاتوي:« موږ له ګاونډیانو او سیمه ییزو هېوادونو په ګډون ډېری هېوادونو سره فعاله اړیکې لرو، په نړیواله کچه د افغانستان اسلامي امارت ۳۸ فعاله استازولۍ لري او دا اړیکې ورځ تربلې پراختیا مومي.»

د ریاست الوزار سیاسي مرستیال دغه راز یو ځل بیا ډاډ ورکوي چې د ګاونډیو په ګډون به هېڅ هېواد ته له افغانستانه د ګواښ پېښېدو اجازه ورنه کړي.

هغه په ورته مهال د نړۍوالې ټولنې او په ځانګړي ډول د امریکا له لوري پر افغانستان او د  سرپرست حکومت پر مشرانو لګېدلي سیاسي او اقتصادي بندیزونه د بېوزلۍ او بې کارۍ د کچې د لوړېدو اصلي لامل ګڼي.

مولوي عبدالکبیر دغه بندیزونه ناعادلانه او غیر قانوني بللي او له نړۍوالې ټولنې یې د لرې کېدو غوښتنه کړې.

عبدالکبیر وايي:« په هېواد کې د فقر او بېکارۍ کمښت په اړه به د نړۍ پر هېوادونو باندې هم غږ کوم، چې د افغانستان پر مظلوم ولس او د اسلامي امارت پر مشرانو باندې بې قانونه او ناعادلانه بندیزونه پای ته ورسوي.»

بل پلو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست  مولوي امیر خان متقي وايي، سره له دې چې د داعش په ګډون د وسله والو ډلو د ځپلو او د امنیت په ټېګښت کې یې نړۍ ته بیا بیا ډاډ ورکړی؛ خو په خبره یې د ګاونډیو په ګډوڼ نړۍوالې ټولنې له خپلو مسوولیتونو تېښته کړې.

متقي زیاتوي، نړۍ وخت په وخت یوازې له اسلامي امارته خپلې غوښتنې او فرمایشونه مطرح کوي؛ خو په بدل کې یې له اسلامي امارت سره هېڅ راز همکاري نه کوي.

متقي وايي:« د خندا وړ خبره ده، نړیوال له موږ پوښتنې هم کوي او فرمایشونه هم راکوي، نشه يي توکي څنګه شول؟ څنګه باید بند شي؟ امنیت څنګه راشي؟ د ډلو او ټپلو او د افغانستان د خاورې غلط استعمال مخه باید څنګه ونېول شي؟ تقاضاوې یې دغه دي، خو همکاري یې صفر ده. زموږ هېله دا ده، چې نړیوال په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.»

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست نیوکه کوي،چې اسلامي امارت د نشه یي توکو د کښت، تولید او قاچاق د مخنیوي په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي؛ خو په وینا یې نړیوالې ټولنې نه یوازې دا چې د بدیل معیشیت په برخه کې خپل مسوولیتونه نه دي ادا کړي، بلکې د افغانستان پر بانکي نظام، ټرانزیټ او سوداګرۍ یې محدودیتونه وضع کړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال داسې مهال له نړۍوالې ټولنې سره د تعامل غوښتنه کړې،چې لاهم د نړۍ هېڅ هېواد اسلامي امارت پر رسمیت نه دی پېژندلی او دغه چاره یې د بشري حقونو رعایت، نړۍ ته د ګواښ نه متوجه کول او د ټولګډونه حکومت د جوړولو په څېر یو لړ لویو مسایلو پورې تړلې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist