Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ژیرنوف: پر ا.ا د امريکا بنديزونو د افغانستان اقتصادي ودې مخه نيولې

ژیرنوف: روسیه ښايي افغانستان کې نوې کونسلګرۍ پرانېزي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/22

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته د یو شمېر نورو هېوادونو ترڅنګ، روسیه هغه هېواد  دی، چې په دې موده کې یې له سرپرست حکومت سره نږدې اړیکې لرلي او خپلې سفارتي چارې پرخپل حال ساتلي.

د ټاس خبري آژانس  د افغانستان لپاره د روسیې سفیر ډیمټري ژیرنوف له قوله لیکلي، نوموړي د یوې پوښتنې ځواب کې په افغانستان کې د نویو کونسلګریو د پرانیستلو امکان مطرح کړی.

ژیرنوف ویلي، که څه هم په لنډمهال کې دې کار لپاره اړتیا نه لیدل کیږي؛ خو وايي د دې امکان شته چې هېواد یې په راتلونکي کې نوې کونسلګرۍ پرانېزي.

هغه زیاتوي:«  د اوس لپاره دې کار ته اړتیا نشته؛ خو په راتلونکي کې د هېڅ شي امکان نه رد کیږي. روسیې او افغانستان له ۱۹۱۹ز کال راهیسې خپلې ډېپلوماټیکې اړیکې ټینګې کړي. له هغه وخت راهیسې یې په کابل کې له سفارت او په مزار شریف کې له کونسلګرۍ پرته، موږ په هرات او میمنه کې کونسلګرۍ پرانیستې او په جلال اباد کې مو د کونسلګرۍ د پرانیستلو پلان درلود.»

ژیرنوف ویلي، روسي وګړیو ته یې د لنډمهال لپاره افغانستان ته د نه سفر کولو سپارښتنه کړې او اصلي لامل یې په بامیانو کې پر بهرنیو وګړو د داعش ډلې د تېرې مې میاشتې وسله وال برید بللی چې د اسپانیا، اسټرالیا او ناروې وکړو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.

د سیاسي چارو شنونکي له روسیې سره مخ پر ودې سیاسيی اړیکې د افغانستان پر ګټه ګڼي او د ډېپلوماټیکو اړیکو پراختیا د دواړو هېوادونو اقتصادي او سوداګریزې ودې ته د بستر غوړولو په مانا بولي.

د سیاي چارو شنونکی شېر حسن حسن وايي:« افغانستان د روسیې لپاره ډېر مهم دی او د شانګهای تړون هم په همدې موخه جوړ شو، چې روسیې او چین هڅه کوله، چې په آسیايي هېوادونو کې د امریکا اغېز کم کړي، نو ځکه روسیه دې متوجې ده او افغانستان د جغرافیايي ارزښت له مخې، ځانګړی ارزښت لري، دوی هڅه کوي، چې د چابهار بندر له لارې چې هندیانو هم په کې ډېره لویه پانګونه په کې وکړه، دغه بندر ایرانیانو ته هم مهمه دی، چې یو نړیوال ارزښت ورکړي او په خپله روسانو ته هم، ځکه ایران روسانو متحد هېواد دی او چین هم، نو ځکه له افغانستان پرته دوی بله هېڅ چاره نه لري.»

بل پلو ځېنې نور بیا په دې نظر دي، چې روسیه غواړي له اوسني حکومت سره د اړیکو په رغولو سره ځان ته په سیمه کې یو نوی متحد ومومي.

دا داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې روسیې د ترهګرو له تور لېسته د سرپرست حکومت د چارواکو د لرې کېدو د غور خبره مطرح کړې وه؛ خو په دې اړه تر دې دمه عملي اقدام نه دی شوی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist