Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ایران کې د درې ګونو قواوو د مشرانو ترمنځ ځانګړې شورا جوړه شوې

 د  ایراني چارواکو ادعا؛ افغانستان او پاکستان پر خپلو پولو څار نه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/21

د ایران ولسي جرګې د ملي امنیت او بهرني سیاست کمېسیون غړی یعقوب رضازاده په يوې مرکه کې ادعا کړي، چې د افغانستان او پاکستان حکومتونه په خپلو سرحدونو ډېر کم څار او کنټرول لري.

نوموړي تور پورې کړی، چې له افغانستانه ایران ته نشه‌یي توکي قاچاق کېږي او له اسلامي امارت یې غوښتي، چې د نشه‌یي توکو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي.

هغه زیالته کړې:« د افغانستان او پاکستان پر پولو باندې حاکمیت د دغو دوو هېوادونو د حکومتونو په لاس کې نه دی او که وي، نو ډېر کمزوری دی او ترهګرې ډلې په کې مېشتې دي. دغه راز ویلی شم، د افغانستان له خاورې د نشه‌یي توکو قاچاق کېږي، چې باید مخنیوي کې يې جدي اقدامات وشي.»

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی ادریس محمدي ځاځی وايي:« د نشه يي توکو کنټرول لپاره څو حل لارې دي، یو دا ده چې بزګرانو ته بدیل ورکړل شي، ترڅو وکړی شي، راتلونکې کې هم دغه کښت زړه ښه نه کړي. دویم پر نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنه ده. درېیمه د قاچاقبرانو هغه که په داخلي سطحه دي او که په نړیواله سطحه باندې دي، چې له افغانستانه سرچېنه اخلي، باید مخنیوی یې وشي او ورته رسېدنه وشي او وکولی شي چې عمده بڼه باندې دغه مبارزه وګټي، لکه څنګه چې تقریبا تر ۹۵ سلنې پورې د افغانستان اسلامي امارت په دې کې بریالی راغلی دی.»

سرپرست حکومت د ياد ايراني چارواکي د څرګندونو په غبرګون کي وايي،  د افغانستان پولې تر بل هر وخت خوندي شوي او په خبره یې د نشه‌يي توکو د قاچاق مخنیوي لپاره مبارزه دوه اړخیزه همکاریو ته اړتیا لري.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي:« له ایران سره پر پوله د افغانستان اسلامي امارت امنیتي او دفاعي ځواکونه د پولو امنیت ته متوجې دي او له دې اړخه دوی ته کوم امنیتي ګواښ نه شته دی. البته د قاچاق موضوع چې پر نړیواله کچه د هېوادونو ترمنځ یو ګډ ګواښ دی او په ټولیز ډول د دغه ګواښ له منځه وړل یو ناشونی کار برېښي، خو په دې برخه کې هم د افغانستان اسلامي امارت له خپل اړخه د قاچاق مخنیوي په برخه کې لازم او جدي اقدامات ترسره کړي دي. موږ د ایران له اسلامي جمهوریته غواړو چې د قاچاقبرو د قاچاق مخنیوي په برخه کې دې هم په خپله خاوره کې د قاچاقبرو د تګ راتګ  د مخنیوي په موخه اړین اقدامات ترسره کړي.»  

له دې سره د سیاسي چارو تحلیل کوونکي د نشه یي توکو پر وړاندي د سرپرست حکومت مبارزه ستایي او له سرپرست حکومت او نړیوالو بنسټونو غواړي، چې د بدیل معیشت په برابرولو کې له کروندګرو سره همکاري وکړي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی توریالی ځاځی وايي:« تر کومه وخته پورې به د نړیوالو او ګاونډیو هېوادونو نېوکو باندې خبرې کوو، خو همدغو نړیوالو او ګاونډیو هېوادونو دا زموږ په هېواد کې هماغه جنګي جنایتکاران، قتل، غارت، چور، چپاول، بې حیثیتي، بې عزتي، حاکمه نه کړله؟»

دوې اوونۍ وړاندې د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ويلي ول، چې هېڅ څوک د نشه‌ يي توکو د کښت، تولید او قاچاق اجازه نه‌ لري.

 نوموړي له مسکراتو او نشه‌ يي توکو سره د مبارزې عالي کمېسیون په لومړنۍ غونډه کې ویلي، چې د دغه کمېسیون له جوړېدو موخه، د بزګرو لپاره د بدیل کښت پيدا کول او پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو درملنه ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist