Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: ا.ا دې د ولس غږ واوري او غوښتنو ته دې درناوی وکړي

سرپرست حکومت په ځېنو برخو کې د نړيوالو فشارونه بې پايلې ګڼي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/14

د ملګرو ملتونو سازمان د بندیزونو څارنې ډلې د سرپرست حکومت د هغو ۶۱ چارواکو نوملړ اعلان کړ، چې تر نړیوالو بندیزونو لاندې دي.

 په دې نوملړ کې د رئیس الوزرا په ګډون د سرپرست حکومت د کابینې ۳۵ غړي او چارواکي شامل دې.

په دې راپور کې همدرانګه واضحه شوې چې نوملړ کې شامل کسان د ملګرو ملتونو سازمان له اجازې پرته له افغانستانه بهر د سفر کولو اجازه نه لري او له هېواد بهر شتمنۍ یې هم کنګل دي.

د اسلامې امارت د وياند مرستیال حمدالله فطرت د ملګرو ملتونو د دې راپور په غبرګون کې وايي، نړیوالو له دې وړاندې هم د اسلامې امارت پر لوړ پوړو چارواکو د بنديزونو نوملړ خپور کړی چې هېڅ پایله يي نه ده ورکړې.

فطرت زیاتوي: « د بندیزونو دغه پالېسي یوه ناکامه او پخوانۍ تجربه ده، تر دې وړاندې هم د افغانستان اسلامي امارت مشران د بندیزونو په لېسټ کې و چې هېڅ کومه پایله یې نه درلوده او له دې وروسته به هم دا چاره بې پایلې وي. زموږ غوښتنه دا ده چې دوی دې د بنديزنو د ایجاد پر ځای د مثبت تعامل لپاره راوړاندې شي څو له همدې لارې خپلو ستونزو ته د حل لار پیدا کړو.»

د دوحې په درېیمه ناسته کې له نړیوالې ټولنې څخه د سرپرست حکومت یوه له اصلي غوښتنو، د بندیزونو لرې کول او له دې نوملړه د سرپرست حکومت د چارواکو د نومونو ایستل وو.

په ورته مهال د سیاسي چارو شنونکي هم د نړیوالو بندیزونه بې ځایه بولې وايي، کله چې د اسلامې امارت په لوړپوړو چارواکو بندیزونه ولګېږي او هېوادونو ته د تګ راتګ اجازه ونه لري؛ نو له نړیوالو سره اړیکې پرې کېږي او د دې پر ځای چې ستونزې حل شي نورې هم زیاتېږي.

د سیاسي چارو شنونکی خلیل نادم وايي: « هر ډول بندیز چې د ملګرو ملتونو یا هېوادونو له لوري په یوه هېواد لګول کېږي هېڅ ګټه نه کوي او زیان یې زیات دی چې افغانستان هم له دې مستثنا نه دی، په دې چې د ننني سرپرست حکومت ۶۱ غړي ټول تر بندیزنو لاندې دي، په تور لېسټ کې دي او سفر کولی نه شي؛ نو که همداسې نور بندیزونه هم ولګول شي دا د افغانستان اړیکې له نړۍ سره نه تامینوي چې دا هم د ولس په زیان ده او هم د اوسني حاکمیت په زیان ده.»

د سیاسي چارو سیاسي شنونکی اختر محمد راسخ وايي: « دغه په تور لېسټ کې شاملېدل او په تور لېسټ کې چې بیا د دوی ګټې له خطر سره مخ نه یې، نو د ملي ګټو سپینولو ته ژمن شي، یعنې دا د دوی خپل واک دی چې څوک تور لېسټ کې واچوي او څوک بیا له تور لېسټه سپین لېسټ ته ورداخل کړي. زما په نظر دغه لېسټونو په دا نیمه پېړۍ جګړه کې کومه مثبته اغېزه یا لاسته راوړنه او یا د دغو کړنو له ادرسه د افغانستان ولس یا ملي ګټو ته کوم خیر نه دی رسېدلی.»

 د رئیس الوزرا ملا حسن اخند په شمول د نوموړي اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر، اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني او یو شمیر نورو چارواکي د بندیزونو په دې لیست کې شامل دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist