سره له دې، چې نن دوشنبه په بېلابېلو ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین ملي کمپاین پیل کېږي، خو تازه د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز مسوولینو د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د پولیو دوو مثبتو پېښو د ثبت خبر ورکړی.
دې مرکز د یکشنبې پر ورځ پر خپله اېکس پاڼه ولیکل، چې د یاد مرکز مشر کندهار ته سفر کړی او پر پولیو د تازه اخته شویو ماشومانو له کورنۍ سره یی خواخوږي څرګنده کړې.
یاد مرکز زیاته کړې: « د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز مشر ډاکټر عبدالقدوس بریالی کندهار ته د خپل سفر پرمهال پر پولیو ناروغۍ د اخته ماشوم له کورنۍ سره د خواخوږۍ په موخه د هغه کور ته ورغلی و او د اړوند کلي له خلکو یې وغوښتل، چې د پولیو واکسین د هر کمپاین پر مهال خپل ماشومان واکسين کړي، څو د دې ناوړه ناروغۍ پر وړاندې خوندي شي.»
خو د څو ساعتونو له تېرېدو وروسته، د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز دغه پوسټ له خپلې اېکس پاڼې پاک کړی.
په کندهار کې ځايي سرچينو هم ويلي، دواړه پېښې له دوو کلونو کم عمره ماشومانو کې لیدل شوې دي.
په ورته مهال د عامې روغتیا وزارت وايي، یاد مالومات ناسم دي او تر دې دمه د پولیو هېڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.
دې ته په پام ډاکټران وايي، کورنۍ بايد د عامه پوهاوي پر بېلابېلو لارو وهڅول شي، چې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسين ورکړي او په خبره يې، ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسين په تطبيق کې غفلت کولی شي، چې ماشومان له دايمي معلوليت سره مخ کړي.
ډاکټر کمین ساپی وايي: « پولیو یا ګوزڼ یوه خطرناکه او مرګونې ناروغي ده چې اکثره وخت یې ابتدايي نښېنښانې دردونه، خستګي د عضلاتو دردونه، تبه او بیا وروسته د عضلاتو شخوالی او بیا د عضلاتو یا مفاصلو د فلج لامل ګرځي، چې دا ناروغ او د ده کورنۍ له سختو ستونزو او خطرونو سره مخ کوي او ټولنه کې هم ستونزې زېږوي؛ نو له والدینو مو هیله دا ده چې د ګوزڼ واکسین په خپل وخت او خپله مرحله کې خپلو ماشومانو ته تطبیق کړي، څو زموږ ګلالي ماشومان د دې ناروغۍ له خطر سره مخ نه شي.»
ډاکټر علي قمرزی وايي: « دا چې په ټول هېواد کې د ګوزڼ واکسین لړۍ پیل شوې ده، نو له هېوادوالو مو هیله دا ده چې کله واکسیناتور ستاسې تر دروازې درځي نو هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ خپلو ټولو هغو ماشومانو ته چې عمرونه یې تر پنځه کلنۍ کم وي د پولیو واکسین تطبیق کړئ، د دې واکسین دوه څاڅکي ستاسې د ماشوم ژوند له خطره ژغوري. پولیو ویروس یوه خطرناکه ناروغي ده که خدای مه کړه ماشوم مو پرې اخته شو نو د تلپاتې معیوبیت او ان د مړینې لامل یې ګرځي.»
دا په داسې حال کې ده، چې په ټوله نړۍ کې د پولیو ناروغي مهار شوې؛ خو پاکستان او افغانستان هغه هېوادونه دي چې لا هم په کې له دې ناروغۍ سره مبارزه روانه ده.
د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو پر اساس، تېر کال په ټول هېواد کې د ګوزڼ ۶ مثبتې پېښې ثبت شوې وې او سږ کال هېڅ پېښه نه ده ثبت شوې.