واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته ډېری هېوادونو په افغانستان کې خپل سفارتونه وتړل او امریکا او اروپايي ټولنې بیا خپل ماموریتونه دوحې ته ولېږدول.
خو د وخت له تېرېدو سره ځينو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو خپل سفارتونه او استازولۍ بېرته په کابل پرانیستې، چې په کې د روسیې او چین په ګډون د سیمې او ګاونډ ستر هېوادونه شامل دي.
یوې باوري سرچینې شمشاد ته تائید کړې، چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې درې نور هېوادونه هم افغانستان کې خپل سفارتونه بېرته پرانېزي.
د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي:« زه فکر کوم، دا د هغو نهايي ډيپلوماتیکو اړیکو لپاره یوه ډېره ښه سریزه بلل کېدی شي، ځکه تاسې پوهېږئ، که چېرې دغه پرمختګونه نه وی، نو بیا به د دوحې په ناسته کې شاید د اسلامي امارت استازی نه وی بلل شوی. نو د تعاملاتو په رڼا کې، زه فکر کوم دغه یو پرمختګ دی. کېدی شي دغه پرمختګ راتلونکي هغه څّه ته لاره خلاصه کړي، چې افغانستان د نړۍ له نورو هېوادونو په څېر باندې د نړیوالې ټولنې یو غړی هېواد شي.»
سرپرست حکومت په ځلونو پر هېوادونو غږ کړی، چې په افغانستان کې د سفارتونو د پرانیستې پر مخ هېڅ راز خنډ نشته او هېوادونه کولی شي د فشار سیاست پر ځای له سرپرست حکومت سره د تعامل لار خپله کړي.
د سیاسي چارو شنونکي وايي، افغانستان کې د هېوادونو د سفارتونو پرانیسته کولی شي سرپرست حکومت ته له سیاسي اړخه یو نوی باور ورکړي.
د سیاسي چارو شنونکی شېر حسن حسن وايي:« ډېری هېوادونو د امریکا په ګډون، البته د اروپايي نورو هېوادونو چې هغه د امریکا متحدین دي، د هغوی په ګډون هم دا هڅه کوي چې له طالبانو سره داسې اړیکې جوړې کړي، چې د افغانستان جغرافیه په بشپړ ډول د دوی له لاسه ونه وځي ا و هلته خپلې سیاسي، ډیپلوماتیکې اړیکې داسې وساتي، چې افغانستان په بشپړ ډول باندې د دوی مخالفینو، نړیوالو مخالفینو یا سیالانو لمن ته ولوېږي.»
شنونکي په دې اند دي چې له جغرافیايي اړخه د افغانستان جیوپوليټیک موقعیت ته په کتو هېوادونه اړ دي، چې له افغانستان سره اقتصادي او سیاسي اړیکې وغځوي او د متقابل باور پر اساس اړیکې ټینګې کړي.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:« نړیوال په دې باندې پوهېږي، چې افغانستان د نړۍ په جغرافیه کې یو هېواد دی، له دې څوک انکار نه شي کولی او په دې جغرافیه کې اوس مهال اسلامي امارت حاکم دی، حاکمیت، قلمرو او نفوس لري او په ټوله جغرافیه باندې ولکه لري. دوی صنف د فکرونو ورته وايي، دا یو واقعیت دی.»
سره له دې، چې د نړۍ هېڅ هېواد اسلامي امار پر رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو لاهم افغانستان کې د روسیې، چین، ترکیې، ایران، متحده عرب اماراتو او پاکستان په ګډون تر ۱۶زیات هېوادونه فعال سفارتونه لري او په بهر کې شاوخوا ۳۸ سیاسي ماموریتونه د هېواد د بهرنیو چارو وزارت له لوري اداره کیږي.